د لاسرسي ځای

چین له شمالي کوریا د کویلې درامد بند کړی


نن د چین چارواکو ویلي، دوی د پاتې ټول کال لپاره د شمالي کوریا څخه د کویلې درامدات بند کړي دي. راپورونه وايي، چین د درامداتو د درولو له لارې په خپل اتحادي هېواد شمالي کوریا دا فشار اچوي چې دغه هېواد د خپل ایټمي او بېلاسټک میزایلو جوړول پریږدي.

د چین د کاروبار وزارت په خپله ویب پاڼه لیکلي ، چین د دې کال لپاره له شمالي کوریا څخه په عارضي توګه د کویلي درامدات بندوي.د چینايي چارواکو په بیان کې ویل شوې دي چې دا ګام یې د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره سم کړی دی.

له دې وړاندې په ۲۰۱۶م کال کې هم چین د شمالي کوریا د کویلې په درامداتو بندیز لګولې وو خو هغه وخت یې د ولسي استعمال لپار د ځېنو درامداتو اجازه ورکړي وه.

XS
SM
MD
LG