د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق وزیراعظم د اسلامي دولت ډلې خلاف نوي عملیات اعلان کړل


د عراق وزیراعظم حیدر العبادي ویلي، له اسلامي دولت وسله والې ډلې څخه د موصل ښار بیرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل شوې دي.

نوموړي نن په یوې ټیلي ویژني وینا کې وویل،دی د عملیاتو نوی پړاو اعلانوي او عراقي ځواکونو د داعش له یرې ترهې د عامو وګړو ازادول پیل کړي دي.

بلخوا د عراق پوځ اعلان کړې چې ځواکونو یې د عذبه او ال لذاکه کلي نیولې دي او د موصل لوري ته پرمختګ کوي. د موصل هغه مغربي سیمې چې د داعش تر ولکې لاندې دي، پکې د یوې اندازې ترمخه د شپږ نیمو لکو نه تر اته لکو پوري عام خلک موجود دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG