د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ننګرهار له درې نيمو سوو زیات راکټي بریدونه


افغان چارواکي وايي پر ننګرهار د پاکستاني راکټونو غورځېدو له وجې د داعش خلاف د دوی عمليات ټکني شوي دي. د افغانستان د ننګرهار ولايت وياند عطاالله خوږياڼي نن مشال ريډيو ته وويل چې پاکستان په تېرو دريو ورځو کې له درې نيمو سوو څخه ډير راکټونه ويشتلې دي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي خو مخکې يې ويلي وو چې دوی پر ډيورنډ کرښه د هغو وسله والو خلاف ګامونه اخلي چې دې وروستيو کې په پاکستان کې شوو بريدونو کې ښکېل دي. د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت د جمعې په ورځ د دې راکټونو ودرولو لپاره کابل کې د پاکستان سفير ورغوښتی وواو هغه ته يې احتجاج کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG