د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور د پېښې په تړاو په باجوړ کې دوه وروڼه نیول شوي


په باجوړ کې د پوليټيکل انتظاميې يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط نن مشال ريډيو ته وويل چې دوه هغه کسان نيول شوي چې په ورور يې د لاهور په وروستۍ بمي چاودنه کې د لاس لرلو تور دی. د ماموندو اوسيدونکي دغه دوه کسان بيګا امنيتي ځواکونو د ځان سره نامعلوم ځای ته د تحقیقاتو لپاره وړې دي.

د چارواکو په خبر د دوی ورور انوارالحق، د پنجاب صوبايي اسمبلۍ مخې ته شوې د تېرې هفتې چاودنې وروسته نيول شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG