د لاسرسي ځای

تازه خبر

ًپه ترهګرو ډلو کې توپیر د سیمې امنیت ته خطر پېښويً :ولسمشر غني


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي هېواد یې په یوه نا اعلان شوې جګړه کې بوخت دی.

ولسمشر غني پرون شپه د مونشن یا مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس ته د وینا په وخت د افغانستان جګړه یوه پېچلې او د دولت له دولت سره نا اعلان شوې جګړه یاده کړه او زیاته‌یې کړه چې دا هېواد په یوه کورنۍ نه بلکې پېچلې جګړه کې ښکېل دی.

هغه وویل چې افغانستان د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او له شلو ترهګرو ډلو سره مبارزه کوي.

ولسمشر غني چې له رادیکال افراطیت او ترهګرۍ سره پر مبارزې یې خبرې کولې، د افغانستان د روانې جګړې پېچلتیا داسې بیان کړه:

دا د دولت سره د دولت نا اعلان شوې جګړه ده

"دا یوه کورنۍ جګړه نه‌ده، دا د مخدره موادو جګړه، د ترورېزم جګړه او همداراز له دولت سره د دولت نا اعلان شوې جګړه ده."

له دولت سره د دولت نا اعلان شوې جګړه چې ولسمشر غني ترې یادونه وکړه په څه هدف ده کوم دولت یادوي؟

په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار محمد شفیق همدم چې اوس په «واشنګتن ډي سي» کې مېشت دی د دې پوښتنې ځواب داسې ورکړ:

​"دوی له درېیو هېوادونو په اندېښنه کې دي، لومړی د پاکستان له مستقیمو مداخلو نه بیا ایران او اوس وینو چې ان روس هم په یو ډول د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کوي، په همدې سبب ښاغلی غني هم په دې باور دی چې دا جګړه نه یوازې د افغانستان په وړاندې بلکې د افغانستان د متحدینو او په خاصه توګه د امریکا په وړاندې ده."

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د روانې فبرورۍ په ۹ نېټه د امریکایي سینټ د پوځي خدماتو کمېټې ته په افغانستان کې د پاکستان، ایران او روس په لاسوهنو اندېښنه څرګنده کړه.

ولسمشرغني د پرون ماښام په وینا کې دا هم وویل چې په هلمند، کابل او کندهار کې وروستۍ حملې او همداراز د پاکستان په لاهور او سند کې برېدونو دا په ډاګه کړه چې د ښه او بد ترهګر تر منځ توپیر نه‌دی موجود.

ولسمشر غني زیاته کړه:

تر هغو چې د ښه او بد ترهګر تر منځ توپیر پاتې وي، موږ ټول بایلونکي یو

"تر هغو چې د ښه او بد ترهګر تر منځ توپیر پاتې وي، موږ ټول بایلونکي یو، خو که چېرته دا توپیر ونه‌کړو او راپورته شو او د خپلو پوځیانو په همکارۍ دا کولای شو چې دا پدیده له‌منځه یوسو."

د افغان ولسمشر د وینا تر پای ته رسېدو څو شېبې وروسته د پاکستان دفاع وزیر په یوه بله شننونکې غونډه کې برخه واخیسته.

خواجه محمد اصف په سیمه کې د سولې ټینګښت لپاره د کابل او اسلام‌اباد په ګډو هڅو ټینګار وکړ:

​"زه له افغان ولسمشر سره موافق یم چې ښه او بد طالبان نشته، ټول‌یې بد دي، ترهګر که په هر نوم وي بد دی، پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د روانو هڅو بشپړ ملاتړ کوي."

افغانستان تل پاکستان تورن کړی چې د سولې په برخه کې په خپلو ژمنو نه‌دی ولاړ.

افغان ولسمشر د کابل، کندهار او هلمند د حملو په اړه ویلي و چې عاملان‌یې په پاکستان کې ازادانه ګرځي.

خو د پاکستان دفاع وزیر تېره شپه په خپله وینا کې په شمالي وزیرستان کې پر مخالفینو د پاکستاني پوځیانو د ۲۰۱۴ کال "ضرب عضب" عملیاتو یادونه وکړه او ویې‌ویل چې هغوی یې ځپلي او پټنځایونه‌یې له‌منځه وړي دي.

د مونیخ دا کنفرانس هر کال په فبرورۍ میاشت کې د څه باندې ۴۵۰ لوړپوړو پرېکړه نیوونکو مشرانو په ګډون جوړېږي چې دا یې ۵۳ دور و.

صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG