د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر ننګرهار او کونړ توغندي توغولي


afghanistan:Kunar Province Nare District Pic 2016/5/28
afghanistan:Kunar Province Nare District Pic 2016/5/28

افغان چارواکي وايي د ننګرهار په لال پورې ولسوالۍ او د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستان لخوا د توپونو ګولۍ راپریوتي دي.

له سیمې زموږ خبریال د چارواکو له خلې وايي چې د جمعې په ورځ د ننګرهار په لال پوره ولسوالۍ کې د پاکستان لخوا د توپونو په بمبارۍ کې دوه ولسي وګړي ټپي شوي دي او د کونړ په سرکاڼو کې د یو کور یوه ښځه او د هغې ۱۵ کلن ځوی وژل شوی دی.

په دې سیمو کې د یو شمیر کلیو خلکو خپل کورونو پریښي دي او خوندي ځایونو ته کډه شوي دي.

تر دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي وو چې دوی د ډیورنډ پر کرښه د وسله والو ځایونه په نښه کړې دي، خو افغانستان دننه چاته د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG