د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس سره ګوري


ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځد نړیوال امنیتي کنفرانس ترڅنګ د جرمني په میونیخ ښار کې د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره خبرې وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر چې په دې سفر کې له ولسمشر سره ملګرتیا کوي، له مایک پینس سره د ولسمشر غني لیدنه کتنه مهمه ګڼي:

"زموږ هیله دا ده چې د امریکا نوې اداره به د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره زموږ د ۴ کلن پلان ملاتړ وکړي، همدارنګه تر هغه وخته چې د افغانستان خپل ځواکونه پر پښو درېږي د امریکا او د ناټو د نورو غړیو ځواکونه به زموږ د امنیتي ځواکونو د جوړولو لپاره زموږ سره همکارۍ ته دوام ورکړي."

وروسته تر دې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د جنوري په شلمه د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړو. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او امریکا د نوې ادارې چارواکي سره ګوري.

نن د شبنې په ورځ د میونیخ د نړیوال امنیتي کنفرانس دوهمه او وروستۍ ورځ ده. ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني نن (شنبه) د دې نړیوالې غونډې ترڅنګ د نړۍ له یو شمیر نورو مشرانو سره لیده کاته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG