د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتمر: پاکستان دې هغه ترهګر وځپي چې موږ يې ليست ورکړی


حنیف اتمر
حنیف اتمر

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر وايي دوی به د پاکستان له لورې د مشکوکو کسانو د ورسپارل شوي لېست په اړه غور او پلټنه وکړي خو پاکستان هم بايد د دوی له خوا د ورسپارل شوي ليستونو او هغو مشهورو کسانو پر ضد اقدامات وکړي چې پاکستان کې خوندي ځايونه لري او افغانستان کې بریدونه پلانوي.

اتمر ازادۍ راډیو سره نن په یوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په دې اړه يې د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز سره په ټيليفون خبرې کړې دي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دغله وروستيوو بريدونو کې ککړ کسان افغانستان کې دي خو کابل دا نه مني.

پاکستان بايد د افغانانو د زړه له درده خبر شي

څو ورځې مخکې په سند کې د لال شهباز قلندر په زيارت کې د اتياوو په خوا او شا کې کسانو تر وژل کېدو وروسته د پاکستان پوځ وويل چې د ۷۶ هغو وسله والو لیسټ يې کابل ته سپارلی چې د دوی په ادعا افغانستان کې پټ او له هغه ځایه پاکستان کې بریدونه کوي. افغان چارواکي دا ادعا بې بنياده بولي. حنیف اتمر وايي پرون يې سرتاح عزيز سره خبرو کې واضحه کړه چې افغانستان هيچا ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې په ګاونډیو هېوادونو کې د بریدونو لپاره کار واخلي.

اتمر ويلي چې پاکستان بايد په خپله خاوره د ترهګرو پټنځايونه وتړي: ((دا سمه ده چې دوی موږ ته د د ۷۶ کسانو یو ليست راکړ او موږ ژمنه وکړه چې دا کسان لټوو، په اړه یې معلومات کوو، خو ما له ښاغلي سرتاج عزیر څخه وغوښتل چې هغو ليستونو هم غور وکړي چې موږ په څو واره دوی ته ورکړې دي. د هغو مشهورو ترهګرو په اړه چې زموږ د خلکو د عامه وژنې مسؤل دي هم موږ تمه لرو چې پاکستان به اقدام وکړي.))

اتمر زياتوي دا خلک د پاکستان په ښارونو او امن سیمو کې چې د حکومت تر کنټرول لاندې دي ازادانه فعالیت کوي او له هغه ځایه په افغانستان کې ترهګریز بریدونه تنظیموي. ښاغلي اتمر وویل، افغان دولت د پاکستان په یو زیارت کې چې افغانان هم ورته درناوی لري دا ډول برید خواشیني کړي او غندي یې خو د نوموړي په وینا پاکستانيان هم بايد د افغانانو د زړونو له درده خبر شي.

د پاکستاني وزیراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز پخوا پر طالبانو د کنټرول خبره کړې وه
د پاکستاني وزیراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز پخوا پر طالبانو د کنټرول خبره کړې وه

اتمر زیاته کړه: ((تېره اونۍ په پاکستان کې څلور بریدونه شوې. په داسې حال کې چې په تېرو۱۴ میاشتو کې په افغانستان کې په دا ډول بریدونو کې زموږ تر دېرش زرو زیات هېوادوال یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. دا بریدونه هغو ترهګرو کړي چې له بدمرغه اوس هم له افغانستان څخه بهر خوندي پټنځایونه لري او ملاتړ لري، ما ښاغلي سرتاج عزیز ته وویل چې څو ځله ما له تاسو سره خبرې کړي؟ او څو ځله مې درته د ترهګرو د دې پټنځایونو په اړه ویلي؟ او څو ځله موږ داسې لېستونه تاسو ته درکړي."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وايي، له ښاغلي سرتاج عزیز یې وغوښتل چې افغانستان او پاکستان باید "د ترهګرۍ او د ترهګرو د پټنځایونو په اړه "پر یو میکانیزم موافقې ته ورسېږي او د دې پدیدې پر ضد صادقانه عمل وکړي. پاکستان په رسمي ډول د وسله والو سره د توپيري چلند تور ردوی خو سرتاج عزيز څه موده مخکې په امريکا کې ويلي وو دوی پر افغان طالبانو ځکه کنټرول لري چې د هغوی کورنۍ پاکستان کې دي او درملنه يې هم هلته کيږي.

له ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر زياته کړه چې له سرتاج عزیز سره په خبرو کې دې نتیجې ته ورسېد چې دواړه به د خپلو مشرانو تر مشورې وروسته د ترهګرۍ او د ترهګرو د پټنځایونو په اړه د مبارزې په برخه کې پر یو شریک میکانیزم د توافق لپاره کار کوي.

په همدې حال کې د پاکستاني پوځ د يوې خبر پاڼې تر مخه د پوځ مشر افغانستان کې د بهرنيوو ځواکونو له مشر جنرل نيکولسن سره په ټيليفوني خبرو کې له هغه غوښتې چې له هغه ځايه د بريدونو کېدو مخنيوي کې دې ورسره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG