د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان آواران کې د پاکستان درې پوځيان وژل شوي


په ۲۰۱۴م کال د بلوچستان په سیوۍ کې پر رېل ګاړي د برید یو تصویر
په ۲۰۱۴م کال د بلوچستان په سیوۍ کې پر رېل ګاړي د برید یو تصویر

د بلوچستان په آوران سیمه کې تېر ماښام د سړکغاړې یوې بمي چاودنې د پاکستان پوځ یو کېپټن او دوه عسکر وژلي او دوه نور یې ژوبل کړي دي.

پېښه له کوټې څخه نېږدې درېنم سوه کلومیټره لیرې و سهېل لور ته دآوران په سیمه کې هله وشوه چې د امنیتیو سرتېرو د کاروان پر یوه ګاډي ناڅاپه یو ماین وچاودېدلو.

د پاکستان پوځي چارواکي وايي په ګاډي کې سپور کېپټن طله او دوه عسکر کامران او مهتر جانووژل شول، عاشق او امان للهټپیان شول.

پر دې پېښه د پاکستان لومړي وزیر میا نوازشریف سخته خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې پوځ له هیواده د تره ګرۍ په ختمولو کې لوی کردار ادا کړی دی او د دوی له قربانیانو ثابته شوه چې هېواد په ټینګو لاسونو کې دی.

بلی خوا ته د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې ای اېس پي ار له خوا په خپاره شوي یو بیان کې سرلښکر یا لوی درستیز جنرل قمر جاوید باجوه ویلي دي چې هېڅوک پاکستان نه شي کمزوره لولي او نه همد پوځټینګې ارادې ماتولی شي.

دغه ډول په کوټه د زیارت/پنجشنبې ورځ په صوبه کې د امنیت په باب د بلوچستان اعلا وزیر نوا ب ثنا الله زهري په مشرۍ د ایپکس کمیټۍ غونډه په صوبه کې د امنیت د وضعي او پر نېشنل ایکشن پلان عملدارۍ ته کتنه وشوه.

په غونډه کې د کوټې په ګډون د هېواد په نورو برخو کې د ترهګرۍ اوسنیو پېښو جا ج واخېستل شو او پر دې خبره زور ورکول شو چې نور به و ملک دښمن ډلو ته په هېواد کې د تره ګرۍ کولو لپاره د سر پورته کولو موقع نه ورکول کېږي او کومې ډلې چې په تره ګرۍ کې تورنې دي د هغوی پرضد به کلک ګامونه پورته کېږي.

په پاکستان کې د ناامنیو پرله پسې پېښو په ترڅ کې د بلوچستان حکومت په کوټه ښار کې سخت امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

په مهمو مقاماتو او ودانیو نه یوازې پولیس او سرحدي عسکر ګمارل شوي دي بلکې پر سړکانو یې د امنیتي سرتیرو ګزمه هم زیاته کړې ده.

XS
SM
MD
LG