د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فاټا اصلاحاتو اصل عمل به ۵ کاله پس کېږي'


مولانا فضل الرحمان
مولانا فضل الرحمان

د شورو/چارشنبې ورځ د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په سپارښتنو کې یې دریځ شامل کړل شوی دی او د قبایلي سیمو د مستقبل آييني حیثیت فیصله به پنځه کاله وروستود ټولپوښتنې (ریفرنډم) له لارې نه بلکې د قبایلي ولس سره د پراخې کچې د مشاورت وروستو کولی شي اواوس مهال به یواځې د بیاودانۍ او له نور هېواد سره د دغه سیمو د برابرولو په اقداماتو او اصلاحاتو عمل کېږي.

خبري غونډي ته په خپله وینا کې مولانا فضل الرحمان وویل چې موږ په قبایلي سیمو کې د ریفرنډم خبره کوله خو د اصلاحاتو کمیټۍ راسره دا خبره ومنله چې د ریفرنډم پر ځای به د پراخه مشاورت ټکی شامل کړو.

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې د اصلاحاتو د کمیټۍ په سپارښتنو کې دا خبره وه چې په پنځه کالو کې به قبایلي سیمی په پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شي خو موږ پرې دا خبره ومنله چې پنځه کاله پس به دقبایلي سیمې له ولس سره د پراخ مشاورت وروستو د قبایلي سیمو د مستقبل آییني حیثیت فیصله به کېږي چې آیا قبایلي سیمې د پښتونخوا له صوبې سره شامل کړل شي او یا د دوی لپاره یوه جلا صوبه جوړه کړل شي او یا په موجوده نظام کې دوی لپاره ځینې اصلاحات وکړل شي.

مولانا فضل الرحمان په خبری کانفرنس کې دا هم وویل چې په لومړي پنځه کاله کې به د قبایلي سیمو د بیا ودانۍ او قبایلي سیمې په قومي چوکاټ کې دننه د راوستلو کارونه ترسره کیږي او د اصلاحاتو اصل عمل به پنځه کاله پس تر هغه وروستو ترسره کېږي چې ټول قبایل په خپلو سیمو کې واپس ودان کړل شي.

XS
SM
MD
LG