د تاجکستان د عالي مجلس مشر وايي، د ترهګرو ډلو موجودیت او د نشه يي توکو پیداوار او قاچاق هغه ګواښونه دي چې افغانستان او تاجکستان ورسره مخامخ دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تاجکستان عالي مجلس مشر شکور جان ظهوروف د پنجشنبې په ورځ په دوشنبې کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره ولیدل او د ترهګرۍ او نشه يي موادو پر ضد یې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.
رباني د چارشنبې پر ورځ د خپل تاجک سیال په بلنه دوشنبې ته ورغلی.