د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په سېون شریف کې پر مزار د ځانمرګي برید غندنه کړې


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بېګا په یوه بیان کې وویل، واشنګټن پر سوله ییزو عبادت کوونکو د ترهګر برید سخته غندنه کوي.

بیان وايي، د شهباز قلندر پر مزار ځانمرګی برید د هغو حملو د لړۍ تازه پېښه ده چې له تېرې اوونۍ راهیسې په لاهور، کوټې، پېښور او مومندو کې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې امریکايي حکومت د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې له پاکستاني ولس سره ولاړ دی او په جنوبي اسیا کې امنیت ته ژمن دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG