د لاسرسي ځای

پراګ/لواړګی - د پاکستان پوځ ویلي، د امنیتي اندېښنو له کبله یې له افغانستان سره پوله تړلې ده.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د پنجشنبې پر ماښام په خپور شوي بیان کې ویلي، په هغه هېواد کې ((وروستي بریدونه د دښمنو یا مخالفو قوتونو په اشاره او په افغانستان کې له پټنځایونو شوي دي.))

بیان وايي، همدا لامل دی چې تر ((نامعین وخته)) د ډېورنډ پر کرښه د تګ راتګ لارې تړلي.

دا بیان تر هغې وروسته خپور شو چې د زیارت پر ماښام د سېند په سېون شریف کې د لعل شهباز قلندر پر مزار په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول.

بیان وايي، پوځ به د هېواد ساتنه کوي او د وروستیو بریدونو ((ځواب به ورکوي.))

د پوځ په بیان کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه له خولې ویل شوي، ((د خلکو د توی کړل شوې وینې به سمدستي بدل اخلي.))

تر دې مخکې د پنجشنبې پر ماسپښين د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا هم په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي ول چې په هغه هېواد کې وروستي وسله وال بریدونه د جماعت الاحرار ډلې کړې دي چې په ((افغانستان کې پټنځایونه لري)) او دا چې په دې اړه یې په اسلام اباد کې د افغان سفارت مرستیال ته هم وینا کړې ده.

روانه اوونۍ د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې وسله وال بریدونه شوي چې پکې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي. د ځېنو بریدونو ذمه واري جماعت الاحرار ډلې منلې خو د رسنیو له وینا سره سم، د لعل شهباز قلندر پر مزار د ځانمرګي برید ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې.

د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال خبریالانو ته ویلي ول چې که دا ((ومنل شي)) چې په افغانستان کې مېشت وسله وال په پاکستان کې حملې کوي نو دا هغه وسله وال دي چې د پاکستاني پوځ له عملیاتو، د افغانستان هغو سیمو ته تللي چې خپله د افغان حکومت ((تر واک لاندې نه دي)) او دا چې افغان ځواکونه هر ځای د وسله والو پر ضد مبارزه کوي.

کابل د پاکستاني پوځ د تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د پاکستاني پوځ له لوري تر اعلان وروسته، په تورخم کې انتظامي چارواکو د پنجشنبې یا زیارت پر شپه ناوخته مشال راډیو ته وویل، پوله یې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې.

چارواکي وايي، د تورخم ور یې تړلی او یو شمېر مال وړونکي ګاډي یې ایسار کړي دي.

دوی زیاتوي، د امنیتي ګواښونو له کبله یې له لارې سره سره د ګمرک یا کسټم دفتر هم تړلی او د دوه اړخیزه سوداګرۍ چارې یې هم درولې دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG