د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شهباز قلندر پر مزار ځانمرګی برید، ۸۰ کسان وژل شوي


اسلام اباد - د پنجشنبې پر ماښام د سېند په سېون شریف کې د لعل شهباز قلندر پر مزار په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ژوبل دي.

د چاودنې پر وخت ګڼې ښځې او ماشومان مزار ته ورغلي ول.

د شپې ناوخته په سېون روغتون کې د سېند اعلا وزیر مراد علي شاه رسنیو ته وویل، په پېښه کې ۷۰ کسان وژل شوي چې پکې د ځېنو پېژندګلوي شوې ده:

((په وژل شویو کې د ۳۶ پېژندګلوي شوې او خپلوانو ته سپارل شوي دي. په دوی کې د قمبر شهزاد کوټ، مستونګ او رحیم یار خان اوسېدونکي شامل دي. په ژوبلو کې د راولپېنډۍ کسان هم شته، ټولو ته ګاډي ورکړل شوي چې خپل مړي سیمو ته ورسوي.))

د روغتون مشر ډاکتر معین الدین صدیقي وايي، له ۱۰۰ زیات کسان ژوبل شوي دي چې پکې د ځېنو حالت مرګونی دی.

پولیس وايي، دا ځانمرګی برید وو او ښکاري چې یوې ښځې کړی خو وايي، لا هم پلټنې روانې دي او پخلی نشي کولای.

د جامشورو ولسوالۍ یا ضلعې پولیسو مشر طارق ولایت رسنیو ته ویلي، برید د مزار په هغه برخه کې شوی چې پکې ښځې ناستې وي. دی وايي، له هغه ځایه یې یو سر موندلی چې ښيي ښايي بریدګره ښځه وه.

د سېند صحت وزیر سکندر مېندرو رسنیو ته ویلي چې د سېون، دادو او حیدراباد تر څنګ یې د کراچۍ په روغتونونو کې هم بیړنی حالت اعلان کړی.

د خیر ښېګڼې ادارې ایدي فاونډېشن یوه چارواکي اظهر د شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل:

((زموږ له معلوماتو سره سم، د نوابشا روغتون ته ۳۱ ژوبل او څلور مړي وروړل شوي دي. په وژل شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان دي.))

تر چاودنې وروسته د پاکستان پوځ عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) په بیان کې وویل چې د بحري ځواک هیلې کاپټر یې سیمې ته استولی او ژوبل کسان یې د کراچۍ روغتونونو ته وروړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ((پر سوله ییزو عبادت کوونکو)) د دې حملې ((سخته غندنه کړې)) او وايي، واشنګټن د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې له اسلام اباد سره ولاړ دی.

ځېنو رسنیو ویلي چې د حملې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې.

روانه اوونۍ په مومندو، پېښور، ډېره اسماعیل خان او کوټه کې هم بریدونه شوي چې پکې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي.

سېون شریف له کراچۍ ۳۰۰ کېلومیټره لرې سیمه ده چې پکې د صوفي بزرګ لعل شهباز قلندر مزار دی. د پنجشنبې یا زیارت پر ماښام ګڼ خلک مزار ته ورځي.

XS
SM
MD
LG