د لاسرسي ځای

د پاکستان لاهور کې د دوشنبې ورځې د ځانمرګي برید په تړاو د دغه هېواد د پولیسو له لوري د یو شمېر افغان کډوالو تر نیولو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو څېړنو مرکز پر پاکستان غږ کوي چې په هغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو څخه سیاسي استفاده ونه‎کړي.

د دغه مرکز مشر فرامرز تمنا د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، افغانستان تل پاکستان کې له طرحه شویو ترهګریو پلانونو څخه زیانمن دی.

تمنا وايي، د افغانستان د امنیتي بنسټونو معلومات ښیې چې دواړو هېوادونو کې شوي تروریستي پېښې پاکستان کې طرحه کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو څېړنو مرکز رئیس فرامرز تمنا

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو څېړنو مرکز رئیس فرامرز تمنا

نوموړی وايي:

"افغان حکومت تل له هغو ترهګري پېښو څخه زیانمن شوی چې پاکستان کې طرحه کېږي، افغان حکومت دا ردوي چې ګواکې افغانستان کې مخالفې وسله‎والې ډلې په پاکستان کې ترسره شویو بریدونو کې لاس لري برعکس موږ د پاکستان له خاورې څخه ګواښل شوي یو. هیله لرم چې له افغان کډالو څخه هېڅ ډول سیاسي استفاده ونه شي."

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د نوموړي هېواد امنیتي ځواکونو لاهور کې د دوشنبې ورځې تر اځانمرګي برید وروسته۴۰ تنه نیولي چې یو شمېر یې افغانان دي.

د پاکستان دنیا نیوز چینل راپور ورکړې چې دا کسان د لاهور ښار د وروستۍ ځانمرګي برید په تړاو نیول شوي دي.

افغانستان کې د پاکستان سفارت یوه مطبوعاتي مسؤل اختر منیر مشال راډیو ته وویل چې دوی لا تر اوسه په دې اړه پوره معلومات نه‎لري.

دا لومړی ځل نه‎دی چې پاکستاني ځواکونه په یاد هېواد کې تر چاودنو او انتحاري حملو وروسته افغانان نیسي او ځوروي یې، بلکې تر دې وړاندې هم د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او ان له یاد هېواده یې د اجباري ایستلو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، د پاکستان حکومت باید له کډوالو سره د بشري حقونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو تړونونو مطابق چلند وکړي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل مشال راډیو ته وویل، پاکستان کې د بې‎ګناه افغانانو نیول او ځورول د کډوالۍ د ټولو قوانینو او اصولو څخه سرغړونه ده.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل

نوموړی وايي:

"که بې‎ګناه افغانان نیول کېږي دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخېزو تړونونو څخه او همدا راز د کډوالۍ د ټولو نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده."

میاخیل وايي، پاکستان کې د افغانستان د کډوالو اتشې دې برخه کې هڅې کوي څو نیول شوي بې ګناه افغان کډوال خوشې کړي.

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې د چارشنبې په ورځ په یاد هېواد کې د افغانستان، پاکستان او د کډوالو برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ترمنځ غونډه وشوه.

په دې غونډه کې درې اړخېز تړون هم لاسلیک شو چې له مخې به یې د ۲۰۱۷ م کال تر پایه په پاکستان کې د مېشت راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدلو موده وغځېږي.

راپور: عبادالله حنان زی

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG