د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د مونیخ غونډه کې د داعش سره پر مبارزې غږېږي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ماښام جرمني ته ولاړ څو د مونیخ په دري پنځوسم امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ماښام جرمني ته ولاړ څو د مونیخ په دري پنځوسم امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ ناوخته په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د تاوتریخوالي پنځمه څپه چې داعش دی د مونیخ په ناسته کې به د ولسمشر د وینا اصلي محور وي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

نوموړی وايي:

"ولسمشر به په دې کنفرانس کې پر افراطیت او بنیاد ګرایې او دترهګرۍ پر خطرونو چې سیمې او نړۍ ته متوجه دي، خبرې وکړي."

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ماليې وزیر اکلیل حکیمي او یو شمېر نور لوړ پوړي دولتي چارواکي د ولسمشر د دغه سفر ملګري دي.

پخوا تر دې جرمني کې ورته دوه نورې ناستې هم جوړې شوي دي.

د مونیخ امنیتي ناسته د امنیت او بهرني سیاست په اړه، یوه سټراټیژیکه نړیواله ناسته ده چې هرکال پکې یو مهمه نړیواله امنیتي موضوع مطرح کېږي او د غونډې ګډونوال پرې بحثونه کوي.

ویل کېږي چې د مونیخ په دغه ناسته کې به د چارواکو د بحث مهمې موضوعګانې د منځني ختیځ د هېوادونو بحران، د نړۍ مختلفو سیمو کې له جنګونونه د میلیونونو بې‎ځایه شویو ستونزې او له ترهګرۍ سره مبارزه وي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه ودیرساپي مشال راډیو ته وویل: د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د ولسمشر اشرف غني په لا هڅو او په دې مبارزه کې د نړیوالو د ملاتړ پر جلبولو ټینګار وکړ.

د سیاسي چارو کارپوه ودیر ساپی
د سیاسي چارو کارپوه ودیر ساپی

نوموړی وايي:

"که د ترهګرۍ زیانونه چې سیمې ته متوجه دي، نړیوالو ته تثبیت کړي، دا د افغانستان په ګټه دي، په داسې حال کې چې افغانستان اوس‎مهال د سیمه ییزو او نړیوالو تروریستي حملو قرباني دي."

که څه هم افغان کارپوهان د ورته تېرو نړیوالو ناستو څخه راضي نه ښکاري خو وايي چې د ملي یووالي د حکومت چارواکي باید نړیوال د داعش د ډلې له خطرونو څخه چې افغانستان، سیمې او نړۍ ته متوجه دي، خبر کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG