د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د بشري حقونو وضعيت ته کتنه کېږي


په اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ د مدني ټولنې فعالان راغونډ شوي وو او د راروانې يونيورسل پېرياډک ريويو يا "يوې دورې ته نړيوالې کتنې" په اړه صلاح يې سلا مشورې وکړې.

فعالانو پر دې موقع په پاکستان کې د بشري حقونو د وضعې او کارکوونکو لپاره په سرکاري کچه د يوې پاليسۍ غوښتنه هم وکړه.

پاکستان د ۲۰۱۲م نه پس اوس د اپرېل په مياشت کې په هېواد کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه راپور به د ملګرو ملتونو کونسل ته وړاندې کوي.

يونيورسل پېرياډک ريويو يا "يوې دورې ته نړيواله کتنه" ملګرو ملتونو په ۲۰۰۶م کې جوړه کړې وه چې له مخې یې هر درې کال پس د ملګرو ملتونو غړيتوب لرونکي هېوادونو ته کتنه کيږې چې هلته د بشري حقونو څومره خيال ساتل کېږي.

د دې غونډه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کونسل صدر په مشرۍ کې کېږي چې پکې د کاري ډلې (ورکنګ ګروپ) ۴۷ غړي ګډون کوي او د ټولو هېوادونو رپورټونه پکې وړاندې کولی شي.

د دې کتنې په اړه د پېښور سره تعلق لرونکی د مدني ټولنې فعال ارشد هارون وايي چې په پاکستان کې څلور کاله پس د بشري حقونو صورتحال ته کتنه روان کال د اپرېل په مياشت کې کېږي چې لپاره يې دوی راغونډ شوي دي.

د ارشد هارون په وينا چې دې کې يو اړخ ته هېوادونه خپل رپورټ وړاندې کوي او بل اړخ ته له دې سره تعلق لرونکې ادارې هم خپل رپورټونه وړاندې کوي.

د اوېرګرلز په نوم د غېردولتي ادارې مشره ګلالۍ اسماعيل وايي چې پاکستان د ۲۰۱۲م نه پس اوس په ۲۰۱۷م کې خپل رپورټ د بشري حقونو کونسل ته وړاندې کوي او هم د دې په بنسټ ټول غړي هېوادونه يو ملک ته سپارښتني ورکوي چي هلته د بشري حقونو لړ کې کومې ستونزې دي او هوارول پکار دي.

د دې په وینا چې په ۲۰۱۲م کې پاکستان ته په سپارښتنو کې د لږکيو، ماشومانو، د رای ازادۍ او د ښځو په اړه ۱۶۷ سپارښتنې ورکړل شوې وې خو په دغه يا خو بيخي عمل نه دی شوی او يا ډېر کم شوی دی.

((په ۲۰۱۲م کې چې کومې مسئلې وې هغه په ۲۰۱۷م کې هم هغه شان دي. په دې ۱۶۷ مسئلو کې يوه هم داسې نشته چې په مکمله توګه پاکستان ختمه کړې وي. کله چې دا سپارښتنې دوي ته ورکړل شوې نو دا يې منلې وې چې دوي به يې ختموي خو ولې تر دې دمه لا هم دغه مسئلې وجود لري.)

د بليووېنز نومې ادارې مشر قمرنسيم وايي چې په پاکستان کې د بشري حقونو دپاره کارکوونکي په بيلا بيلو سيمو کې د يو شمير ستونزو سره مخ دي چې له کبله يي غېردولتي ادارو ته په کار کې خنډان اچول کېږي نو اوس بايد په مرکزي کچ داسې يوه پاليسي جوړه کړی شي چې د بشري حقونو دپاره کارکوونکي په ازاده توګه کار وکړی شي.

د قمر په وينا چې د ډنمارک له خوا پاکستان ته دا مشوره ورکړل شوې وه چې دلته کوم د بشري حقونو کارکوونکي دي د هغوي د ساتنې او خېرښېګړې دپاره دې يوه پاليسي جوړه کړي. د ۲۰۱۷م پورې خو دا لا جوړه شوې نه ده خو اوس په پاکستان کې د بشري حقونو قامي کمېشن په دې اړه مشاورت پېل کړی دی.

(زموږ بنيادي غوښتنه دا ده چې کوم خلک د بشري حقونو دپاره کار کوي هغوي دې بې له څه خنډه کار وکړي او په دوي چې کومې حملې شوې دي نو حکومت دې د هغه خلکو پرضد قانوني کاروايې وکړي.)

يونيورسل پېرياډک ريويو يا "يوې دورې ته نړيواله کتنه" ملګرو ملتونو په ۲۰۰۶م کې جوړه کړې وه د کوم د لارې چې هر درې کال پس د ملګرو ملتونو غړيتوب لرونکي هېوادونو جايزه اخستل کېږي چې هلته د بشري حقونو څومره خيال ساتل کېږي.

د دې کتنې غونډه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کونسل د صدر په مشرۍ کې کېږي چې پکې د کاري ډلې (ورکنګ ګروپ) ۴۷ غړي ګډون کوي او د ټولو هېوادونو رپورټونه پکې وړاندې کولی شي.

XS
SM
MD
LG