د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: روسان اوس هم د افغانستان په جګړو کې لاس لري


د خوست اوسیدونکي وايي، چې روسان اوس هم د افغانستان په روانو جګړو کې لاس لري او غواړي، چې پدې هېواد کې د جګړو د دوام له لارې له افغانانو د خپل پوځ تیري د ماتې غچ واخلي.

هغوی زیاتوي، نړیواله ټولنه باید تر هغې د افغانستان د سیاسي نظام د پیاوړتیا او د دې هېواد د جوړولو په برخه کې کمک وکړي، چې افغانان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې پر ځان بسیا شي.

دوی یادې څرګندونې د چهارشنبې ورځې ناوخته د افغانستان څخه د پخواني شوروي د سرو لښکرو د وتلو د ۲۸ مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.

په یاده غونډه کې چې د ځايي چارواکو سربیره یو شمېر جهادي قوماندانانو او مجاهدینو هم برخه درلوده، د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ يې په اړه مشال راډیو ته وویل:

((د خوست د ولسونو او ادارې اساسي پیغام دا وو، چې که روسیه یو ځل بیا خپلو ناوړو مداخلو ته دوام ورکوي، نو خوستیان بیا هم د خپلو مشرانو اولادونه دي، کولای شي چې په ډېرې میړانې یو ځل بیا د هر یرغلګر پر وړاندې راووځي او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.))

په یاده ناسته کې د امنیتي ادارو یو شمېر سرتیرو او افسرانو هم ګډون کړی وو.

د خوست د ملي اردو د پلې لواء قوماندان جنرال ناصر هدایت په خپله وینا کې وویل، چې د حکومت وسلوال مخالفین اوسمهال د هغه هېواد څخه پوځي مرستې غواړي، چې د روانو ورانیو او وژنو پړه دوی ته متوجه ده.

ناصر هدایت زیاتوي:

((موږ تاسو پدې ورځ د شوروي د شکست جشن نیسو، دا طالبان ځي اوس د روسانو نه کمک غواړي، هغه هېواد چې د دوی پر وړاندې موږ یو نیم میلیون شهیدان ورکړل، اوس دوی ځي له هغو سلاح اخلي او په خوست کې جهاد کوي.))

یو تن پخوانی مجاهد وايي، چې روسان اوس هم پدې هڅه کې دي، چې له افغانانو د خپل شکست غچ واخلي.

دی وايي:

((روسان اوس هم د افغانستان په جنګ کې دخیل دي، دوی طالبانو ته کمکونه ورکوي، هغوی سره دوی مشاورې کوي او غواړي چې بیا افغانستان ښه دربدر کړي، مخکې يې زړه پرې سوړ شوی ندی، نور هم غواړي چې ژوبل او ژور يې کړي.))

قومي مشر سمین خان ځدراڼ وايي، چې د روسي لښکرو پر وړاندې د افغانانو جګړه یوازې د افغانستان د ازادۍ لپاره نه وه، بلکې ډېر هېوادونه د شورویانو له سلطې ازاد شول.

نوموړی زیاتوي، د افغانانو قربانی ته په پام باید نړۍ دې هېواد ته بې احسانه تر هغه وخته مرستې ورکړي، څو چې دا هېواد په هر ډګر کې پر ځان بسیا شي.

سمین خان ځدراڼ وړاندې وايي:

((موږ د افغانستان خلک حق لرو، چې تر دومره مجاهدو وروسته د نړۍ سیال شو، د نړۍ د نورو ولسونو په شان موږ هم ژوند وکړو، باید بې احسانه موږ سره ټوله نړیواله ټولنه کمک وکړي، تر هغه چې افغانستان جوړ شي.))

یاده دې وي، د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد دلسګونه زره ځواکونو د وتلو له ورځې سره برابره ده، ۲۸ کاله وړاندې په ۱۳۶۷ لمریز کال کې روسي لښکري په افغانستان کې له نهه کلنو سختو جګړو وروسته د پراخو ځاني او پوځي تلفاتو په ګاللو سره بېرته ووتې.

دا ورځ هر کال په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د دولتي چارواکو، پخواني جهادي قوماندانانو او عامو خلکو له ‌خوا د غونډو په جوړولو سره لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG