د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: ایران به پرې نه‎ږدم چې اټومي وسلې ترلاسه کړي


د امریکا ولسمشر یو ځل بیا وویل چې ایران به پرې نه‎ږدي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

ډونالد ټرمپ د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو تر منځ پر اټومي تړون هم اعتراض وکړ.

ټرمپ د چارشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل:

"زما ادارې پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي او نور به هم ولګوي تر څو ایران پرې نه‎ږدي چې اټومي وسله جوړه کړي."

په دې خبري غونډه کې د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نتانیاهو هم و.

د بارک اوباما حکومت په وروستۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لوېدیځه غاړه کې د یهودانو له مېشت ځایونو سره مخالفت وکړ، که څه هم دا یو کوچنی ګام و چې د اسرائیل پر ضد واخیستل شو خو وروسته له څو لسیزو د اسرائیل په اړه د امریکا په تګ‎لاره کې لومړی بدلون و.

ډونالد ټرمپ د چارشنبې په ورځ پر دې پرېکړې انتقاد وکړ.

وروسته تر دې چې ډونالد ټرمپ د جنوري په شلمه د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه دا لومړی ځل دی چې نتانیاهو واشنګټن ته سفر کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG