د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي افغان کډوال نه ځوروي


د پاکستان خارجه چارو دفتر افغان کډوالو متعلق د بشري حقونو څارډلې رپورټ رد کړی دی او ويلي دي چې دا قسمه رپورټونه د افغانستان او پاکستان تر مينځه همغږې او نيک نيتې په جذبه کې خنډان پېدا کوي۔

واضحه دې وي چې دووه ورځې وړاندې هيومن رايټس واچ" دافغان کډوالو په زوره واپسي، د پاکستان فشار او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (يو اين اېچ سي آر) په دې کې د مرستو په نوم رپورټ خپور کړی وو۔

په رپورټ کې ويل شوي ول چې په پاکستان کې په زرګونه افغان کډوال په ستېندو مجبوروي د څه له وجې به چې د دغه خلکو د بې روزګارۍ، غربت او د انتشار په شرح کې به اضافه وشي۔ په رپورټ کې په پاکستان دا تور لګول شوی وو چې پاکستان کې د کډوالو خلاف لويه کاروايي پیل کړل شوې ده چې دا شان په دغه کډوالو د واپس تللو لپاره فشار واچول شي.

د رپورټ په جواب کې تيره شپه د پاکستانبهرنيو چارو دفتر لخوا ويل شوي چې په رپورټ کې د دليلونه په غلطه توګه استعمال شوې او په کډوالو د فشار اچولو بيان د خفګان وړ او غېر زمه واره دی.

د بهرنيو چارو دفتر بيان وایې چې په رپورټ کې لويې نقطه نظر او تاريخي شا منظر د پامه غورځول شوې په کوم کې چېپاکستان ولس په لکونو افغان کډوالو ورونړو خوېندو ته هر کلې ويلې وو خو که يو خوا د افغان کډوالو لپاره نړيوالې مرستې کمې شوې نو پاکستان حکو مت او ولس بيا هم د افغان کډوالو بوجه په خپل سر اخېستې۔

په بيان کې دا زياته کړې شوې ده چې پاکستان دا ګڼې چې د افغان کډوالو په عزت و وقار سره ستنېدو سره د افغانستان تل پاتې امن او ثبات تړلې دې او د دې مقصد لپاره نړيواله وروولي د پاکستان د دې موقف تايد کوي.

د هيومن رايټس واچ په رپورټ کې د ملګري ملتونو کډوالو نړيوالې ادارې يو اين اېچ سي آر هم تنقيد کړې وو چې يادي ادارې د افغان کډوالو ګرانټ 200 نه 400 ډالره کړو چي دا شان د کډوالو د ستنېدو لړې تيزه شي.

خو د يو اين اېچ سی آر مرکزي وياند بابر بلوچ دغه بيان ردوي او وايي:

"دا مرسته اول 100 ډالره وه بيا 200 او اوس 400 ډالره شوه خو دا هاغه کډوالو لپاره دي چې کوم خپل هېواد ته ځي او هغوي هلته ډېرې ستونزې لري۔دوي پدې پېسو کې خپل ټرانسپورټ هم پوره کوي خپل کورونه بيا آباده وي نو دا پيسې کډوالو سره يو بنيادي مدد کول دي مرسته کول دي۔دې کډوالو د پېسو له وجې د تلو فيصله نه ده کړي هغوي ته محسوسه شوې او خپله يې فيصله وکړه چي هېواد ته ستانه شي."

ياده دې وي چې بل خواپدې ورستيو کې دا پاکستان کابينې د رجسټرډ افغان کډوالو ستنېدو موده سږ کال دسمبر پورې غځولو اعلان کړېدې او ويلي دي چې غېر رجسټر کډوالو رجسټريشن مرحله دې هم تر دې کال پايې پورې مکمله کړې شي.

XS
SM
MD
LG