د لاسرسي ځای

پېښور او مومندو کې ځانوژونکیو بریدګرو شپږ کسه ووژل


د پېښور یوه روغتون ته پېښې ټپي تن وروړل شوی. ۱۵ فبروري ۲۰۱۷

د پېښور یوه روغتون ته پېښې ټپي تن وروړل شوی. ۱۵ فبروري ۲۰۱۷

د دوشنبې ورځ ماسپښین د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پر موټرسایکل سپاره یوه ځانوژونکي بریدګر پر یوه سرکاري ګاډي چې قاضیان (ججان) پکې سپاره ول خپلځان چولی. په پېښه کې د ګاډي ډرایور وژل شوی او د درو ښځو په ګډون پنځه تنه ژوبل دي. پولیس چارواکي وايي، په دغو ژوبلو کې یې څلور قاضیان یا جوډیشل مجیسټرېټان دي.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني وايي په پېښور کې برید دوی کړی دی.

تر دې وړاندې بیا نن(چارشنبه)سهار د مومندو اېجنسي په غلنۍ هېډکواټر کې په يو ځانمرګي بريد کې د دوو ليويز سرتېرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

له سيمې د مشال راډيو خبريال د چارواکو په حواله وايي چې دوه ځانوژونکي بريدګر د پوليټکل کالونۍ په لويه دروازه ورغلل چې يو پکې ځان والوځولو او دويم د امنيتي سرتېرو په ډزو کې ووژل شو.

تر بريد وروسته په غلنۍ یکه غونډ او میا منډۍ کې ګرځبندیز لګول شوی دی او په سيمه کې سکولونه بند کړل شوي دي.

امنيتي ځواکونو په هغه سيمه کې لټون عمليات پيل کړی دی.

د غلنۍ برید ذمه واري جماعت الحرار منلې.

XS
SM
MD
LG