د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو پر سر د سېنټ له غونډې باييکاټ


د فاټا اصلاحاتو په اړه په اسلام اباد کې جرګه (فايل فوټو)
د فاټا اصلاحاتو په اړه په اسلام اباد کې جرګه (فايل فوټو)

د عوامي نېشتل ګوند سنېټر الیاس بلور وويل، د پاکستان لومړي وزير د يوه کس په وينا د فاټا اصلاحاتو موضوع د کابينې غونډې له اېجنډا اېستلې وه.

د پاکستان په سېنټ کې د مخالفو ګوندونو غړي د وفاقي حکومت له لورې په فاټا اصلاحاتو کې د ځنډ راوستو پرضد له غونډې وتلي دي چې پکې د فاټا یو سېنېټر ساجد توري او د عوامي نېشنل پارټۍ، تحریک انصاف، پاکستان پیپلز پارټۍ او جماعت اسلامي سېنېټران شامل دي.

د سېشنبې په ورځ د سېنټ په غونډه کې د عوامي نېشتل ګوند سنېټر الیاس بلور وويل، د پاکستان وزيراعظم د يوه کس په وينا فاټا اصلاحاتو موضوع د کابينې د غونډې له اېجنډا اېستلې وه.

ټاکل شوې وه چې د فاټا اصلاحات به د فبرورۍ پر اوومه نېټه د کابينې په غونډه کې بحث کېدل خوتر غونډې يوه ورځ له مخه دا خبره له اېجنډا و اېستل شوه.

که د مارچ تردوولسمي نېټې د فاټا اصلاحاتو په اړه څه پرېکړه ونشوه نو په احتجاج به لاس پورې کوو. الياس بلور

په اصلاحاتو کې د يو شمېر نورو وړانديزونو ترڅنګ د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا کې د شاملولو وړانديز هم شوی دی.

الياس بلورد سېنټ غونډې ته د وينا پر مهال ګواښ وکړ چې که د مارچ تر دوولسمي نېټې د فاټا اصلاحاتو په اړه څه پرېکړه ونشوه نو دوی به په احتجاج لاس پورې کوي.

د عوامي نېشنل ګوند سنېټرې ستاره اياز مشال راډيو ته ووپل، د فاټا اصلاحاتو په اړه د حزب اختلاف ټول ګوندونه يو طرف ته دي او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او جمېیعت علما اسلام بل طرف ته دي چې ددې په وينا داسې ښکاري چې حکومت د دغو دوو ګوندونو مرسته کوي.

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او جمېیعت علما اسلام د فاټا به خېبر پښتونخوا کې د ګډولو مخالفت کوي.​
د جميعت علما اسلام يو مشر سنېټر حمد الله د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل، ګوند يې اوس هم پر خپل دريځ ولاړ دی او بايد د قبايلي سيمو پر خلکو د پرديو خواهشات په زوره و نه تپل شي.دواړه ګوندونه غواړي چې د فاټا د راتلونکې فيصله دې د ټولپوښتنې له لارې وشي.

د پاکستان تحريک انصاف سنېټره ثمينه عابد بيا وايي، حکومت بايد فاټا اصلاحات نور و نه ځنډوي او که داسې يې وکړل نو پر ضد يې کېدونکي احتجاج کې به د دوی ګوند هم برخه اخلي.

دې زياته کړه، تحريک انصاف هم غواړي چې فاټا په خېبر پښتونخوا کې شامله کړل شي.

XS
SM
MD
LG