د لاسرسي ځای

پوځ به لاهور کې د پي اېس اېل پایلوبې امنیت کې تعاون کوي


د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ویلي چې د پاکستان سوپر لیګ کرکټ پایلوبې لپاره به د امنیت په لړ کې هره ممکنه همکاري کوي.

د پوځ د مطبوعاتو د څانګې ایې اېس پي ار لخوا جاري شوې خبر پاڼې ترمخه چې د نهې په ماښام په لاهور کې د سلامتیا غونډې پر مهال د پوځ مشر وینا وه چې د لاهور غوندې بریدونه زموږ قامي عزم او د ترهګرۍ پرضد جنګ لپاره روان کوششونه نه شي کمولی او زیاتوي چې د پي سي اېل پایلوبه به له مهالوېش سره سمه کېږي.

باجوه ویلي چې د هر قسمه وسله والو ، د هغوی سهولتکارانو، مالي مرستندویانو او وسله والو ته پناه ورکونکیو پرضد دې غونډ ملک کې سخته کاروایي وکړل شي.

هغه دا هدایت هم ورکړ چې د لاهور په ترهګریزه پېښه کې ککړ وسله وال دې زر مخې ته راوستل شي.

بلخوا د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سېټي ویلي چې د پاکستان سوپر لیګ فاینل مېچ به په لاهور کې کیږي او که غېر ملکي لوبغاړي په دې کې برخه نه اخلي نو پاکستاني لوبغاړي به یې لوبوي.

تر دې وړاندې د پنجاب صوبې د قانون وزیر رانا ثناالله له مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي وو چې پنجاب حکومت به په لاهور کې د پي اېس اېل لوبغاړو ته مکمل تحفظ ورکوي.

واضحه دې وي چې فېډرېشن آف انټرنېشنل کرکټرز اېسوسي اېشن غېر ملکي لوبغاړو ته ویلي وو چې په لاهور کې د پایلوبې له کولو ډډه وکړي ځکه چې هلته اوس هم امنیتي حالات ښه نه دي.

هم تېره ورځ د پاکستان وزیراعظم په لاهور کې د یوې غونډې مشري کولو په وخت ویلي دي چې وسله والو ته قامي عزم سره موثره جواب ورکول یواځنې لار ده.

ده وویل چې ترهګري به منطقي انجام ته رسول کیږي.

د پنجاب صوبې سرښار لاهور په چېرنګ کراس سيمه کې د ګل په ماښام یوه ځانمرګي برید ۱۳ کسان وژلي او تر ۸۰ زيات یې ژوبل کړي ول.

په هغه برید کې د پولیس محکمې دوه افسران ډي ای جي ټرېفیک کېپټن ریټاریرډ احمد مبین او اېس اېس پي زاهد ګوندل هم وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG