د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو بیا پر افغانستان غونډه کوي 


مسکو د چارشنبې ورځ د هغې غونډې کوربه دی چې پکې د شپږو هېوادونو استازي د افغانستان پر حالاتو خبرې کوي.

د افغانستان، پاکستان، چین، ایران، هند او روسیې استازي دې غونډې ته وربلل شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل:” د مسکو غونډې ګډونوال پر روان وضیعت او د افغانستان په مشرۍ د سولې پر هڅو خبرې کوي”.

له دوو میاشتو په کمه موده کې دا دویم ځل دی چې مسکو د افغانستان په اړه د یوې داسې غونډې کوربه توب کوي.

په لومړۍ غونډه کې یوازې پاکستان، چین او روسیې برخه لرله.

افغانستان د ډیسمبر پر ۲۷مه په مسکو کې د افغانستان په اړه په جوړې شوې غونډې انتقاد کړی و ځکه په هغه غونډه کې افغانستان ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG