د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو په غلنۍ کې ځانمرګي برید پینځه تنه ووژل


د مومندو اېجنسي په غلنۍ هېډکواټر کې نن(چارشنبه)سهار په يو ځانمرګي بريد کې د دوو ليويز سرتېرو په ګډون څلور کسان وژل شوي او پینځه نور ژوبل دي.

له سيمې د مشال راډيو خبريال د چارواکو په حواله وايي چې دوه ځانمرګي بريد کوونکي د پوليټکل کالونۍ په لويه دروازه ورغلل چې يو پکې ځان والوځولو او دويم د امنيتي سرتېرو په ډزو کې ووژل شو.

تر بريد وروسته په غلنۍ یکه غونډ او میا منډۍ کې ګرځبندیز لګول شوی دی او په سيمه کې سکولونه بند کړل شوي دي.

امنيتي ځواکونو په هغه سيمه کې لټون عمليات پيل کړی دی.

د بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG