د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیت کېلاګ د امریکا د ملي امنیت نوی سلاکار ونومول شو


سپینې ماڼۍ نن(سېشنبه) يو ريټايرډ جنرال کيت کېلاګ په موقتي توګه د امريکا د ملي امنيت سلاکار نومولی دی.

د سپينې ماڼۍ په وينا کېلاګ يو له هغو درو کسانو څخه دی چې ولسمشر ټرمپ يې پر دې چوکۍ د مستقل ساتلو په اړه غور کوي.

په نورو دوو کسانو کې د امريکا استخباراتي ادارې سي ای اې پخوانی مشر ډېويډ پيټريېس او وايس ايډميرل رابرټ هارورډ دي.

دا ګام له هغه وروسته پورته شوی چې د امريکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلين وروسته له هغې له خپلې دندې استعفا وکړه چې پرضد یې داسې راپورونه خپاره شول چې نوموړي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د انتظامیې لوړ پوړي چارواکي د امریکا لپاره د روس له سفیر سره د خپلو اړیکو په اړه ناسم پوه کړي وو.

مایکل فلين له یوې میاشتې هم کمه موده د ټرمپ په انتظامیه کې دنده ترسره کړه او پرون ناوخته د هغه استعفا د ولسمشر ټرمپ د سلاکارو لوړ رتبه ډلې ته یو ټکان دی.

نوموړی د انتخاباتي کمپاین پر مهال د ټرمپ ملاتړی و خو دا چې له روس سره یې اړیکې درلودې نو د ټرمپ سلاکاران یې اندېښمن کړي وو.

فلين د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس ته په لومړیو کې ویلي وو چې ده د روس له سفیر سرګي کیسلیاک سره د یو شمېر ټیلیفوني اړیکو پرمهال پر روس د بندیزونو په اړه خبرې نه وې کړې.

خو نوموړي د دوشنبې په ورځ ناوخته په خپل استعفا ليک کې ومنل چې پینس او نورو کسانو ته يې د ټليفوني تماس په اړه بشپړه معلومات نه دي ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG