د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ترهګرۍ اوسنۍ پېښې پر قامي اېکشن پلان نه عملداري ده'


د ګل په ورځ جنوبي وزيرستان،کوټه او لاهور کې د ترهګرۍ پېښو کې نېږدې ۲۰ تنه ووژل شول. په پاکستان کې د وسله والو پرضد تر روانو عملياتو ورستو په ټول ملک کې تر ډېره حده امن پرځای شوی وو خو یوځل بیا د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د ترهګرۍ خونړۍ پېښې ترسترګو کېږي.

د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه کې د متحده قامي موومنټ پاکستان غړي کرنل ريټایرډ طاهر مشهدي وويل چې حکومت د ترهګرۍ پرضد قامي کړنلارې (قامي اېکشن پلان) په عمليکولو کې ناکامه شوی دی.

د طاهر مشهدي په سېنټ کې د دغه بيان ورکولو لږ وخت پس په لاهور کې یوه ځانوژونکي بريد ۱۳ تنه ووژل او تر ۸۰ ډېر یې ژوبل کړل.

د متحده قامي موومنټ غړي طاهر مشهدي مشال راډيو وويل چې د نېشنل ايکشن پلان (قامي کړنلارې) تر جوړيدو وروسته حکومت د دوو درو ټکیو (نقطو) علاوه ټول مهم ټکي يو اړخ ته ایښي دي او عمل پرې نه کوي چې اغېز يې ټول پر ولس پرېوځي.

(دلته څه ښه طالبان دي څه بد، څه ښه ناقانونه ګرځول شوې ډلې دي او څه بدې. په ډېرو ځايونو کې حکومت د دې لپاره نرمه رويه ساتي. د دوی په جلوسونو پابندي نه شته. دا ډلې امدادي پيسې په آزادۍ سره جمع کوي او د دوی خلاف هېڅ کاروايي نه کېږي. په نېشنل ايکشن پلان کې خو د ناقانونه ډلو پر امدادي پيسو او د مدرسو اصلاحاتو خبرې شوې وي خو لا تر اوسه پرې هېڅ عمل نه دی شوی. د کرکې خورولوپر بيانونو او پر نصاب یې د بندېز فيصله شوې وه خو په اصل کې هېڅ په نظر نه راځي. ما پرون (ګل ورځ) په سېنېټ کې دا په ګوته کړه چې تر څو پورې د حکومت سياسي اراده نه وي او د دې خلاف یې کاروايي نه وي کړې نو دغه عناصر به دا وړې وړې کمزورۍ په نښه کوي.)

د سياسي او سيمه ايز چارو کار پوه خادم حسين د ترهګرۍ پرضد روانو عملياتو په اړه وايي، که څه هم په ټول ملک کې د وسله والو پرضد کاروايانې کېږي خو په پنجاب صوبه کې اوس هم ډېر ځايونه شته چېرته چې دغه عناصر پټ ناست دي او د پاکستان امن خرابولو لپاره د موقعې په تلاش کې وي.

(ترهګر تنظيمونه هېوادونه هم يواځې کوي او د يو بل پرضد يې راولي او دغه ډلې په ټولنه یا سماج کې دننه هم يواځېتوب راولي. دا هغه بنيادي فکر دی، د څه پرضد يا د دې په متبادل چې تر څو د پاکستان رياستي ادرو،پاکستانۍ ميډيا او د پاکستان تعليمي نظام يو نوی يا متبادل سوچ و فکر نه وي جوړ کړی نو په يو شکل يا په بل شکل کې به دغه تنظيمونه د پاکستان يا نورو هېوادونو په يواځېکولو کې کاميابېږي.)

کار پوهان وايي چې ملک کې د امن راوستو لپاره به حکومت ته به لومړی د نېشنل ايکشن پلان په ټولو نقطو کار کول وي او هغه به عمليکول وي او بله دا چې د پاکستان استخباراتي ادارو ته به خپل کار نور هم په موثره توګه کول وي چې دا شان په ملک کې د ترهګرۍ پېښې تر رابرسېره کېدو وړاندې له منځه یووړل شي او د ولس ژوند او مال له زيانه بچ کړل شي.

XS
SM
MD
LG