د لاسرسي ځای

تازه خبر

’سر نننه له اېف سي آره بغاوت اعلانوو‘


د خېبر پښتونخوا خزانې صوبايي وزير وايي، سر له نننه د اېف سۍ ار له اجتماعي ذمه وارۍ څخه د بغاوت اعلان کوي. مظفر سيد دا خبره د سېشنبې ورځ د مومند اېجنسۍ په غلنۍ کې د ښځينه استادانو د يوې اتحاديې د لوړې مراسمو ته په وينا کې وکړه.

نوموړي وويل چې هغه به په دې لړ کې د خېبر پښتونخوا له ګورنر اقبال ظفر جګړا سره هم خبرې کوي. اېف سي ار يا فرنټيېر کرايمز رېګولېشن د ۱۹۰۱مکال راهيسې د هغه وخت د انګرېز واکمنانو لخوا پر فاټا تپل شوی و چې يو شمېر دفعې يې د پاکستان له ولسي قانون او بشري حقونو سره په ټکر کې دي.

په ورته وخت کې د خېبر پښتونخوا صوبې وزيراعلا پروېز خټک ويلي چې د دوی حکومت فاټا ته په قامي وسايلو کې برخې ورکولو ته تيار دی او غواړي چې ژر تر ژره قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې شامله کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG