د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: افغانان به د کمیونزم غوندې ترهګري هم ماته کړي


د افغانستان ولسمشر وايي څنګه چې افغانانو کمونیزم مات کړ، همدا راز به ترهګري هم له پښو وغورځوي. اشرف غني چې نن (سېشنبه) یې په کابل کې له افغانستانه د شوروي اتحاد د لښکرو وتلو په ۲۸ مه کلیزه کې وینا کوله وویل، مجاهدینو یوازې د دې خاورې د ازادۍ لپاره مبارزه کوله. د ښاغلي غني په خبره اوسنۍ ډلې چې د جهاد په نامه جنګېږي یوازې هېواد ورانوي او خلک وژني.

“افغانستان یوځل بیا کولای شي چې اسلامي نړۍ او ټولې دنیا ته د زور، ظلم او تروریزم د ختمولو لپاره نوي پیغامونه ورکړي،اوسنۍ مبارزه څه ډول چې د کمونیزم په مقابل کې وه اوس د ترویزم په مقابل کې ده."

بل خوا د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې د حکومت اوسني وسله وال مخالفین له جهاد او مجاهدینو سره هېڅ تړاو نه لري. له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه د ۱۹۸۹م کال د فېبرورۍ پر ۱۴مه نېټه وتلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG