کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو نېږدې ۳۰۰ کسان نیول شوي
په کابل کې د ۱۰۱ اسمايي زون پولیس وايي چې په وروستۍ یوه میاشت کې یې ۲۹۵ کسان نیولي چې په وژنو، وسلهوالو غلاوو، د مخدره موادو خرڅلاو او نورو غیر اخلاقي کارونو کې یې لاس درلود. د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان عبدالرحمن رحیمي چې د دوشنبې په ورځیې دا نیول شوي کسان رسنیو ته ښکاره کول وویل چې له دې ډلې یې ۱۷ کسان په وژنو تورن دي. ویډیو: ابراهیم صافی