د لاسرسي ځای

خوست: د تریزیو او عليشېرو تر منځ اوږد پل جوړ شو


د دوشنبې په ورځ د خوست ولایت اړوند د تریزیو او علشېرو تر منځ سل متره اوږ پل د نږدې دوه اتیا میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد پل چې د ټولګټو چارو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د یو کال په موده کې جوړ شوی، د خوست ګڼې سیمې له مرکز سره نښلوي.

خوست والي حکم خان حبیبي تریزیو-علیشېرو پل د پرانیستې په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې یاد پل د خلکو لپاره مهمې ټولنیزې او اقتصادي ګټې لري.

خوست والي زیاتوي:

((دغه پل چې د 81.8 میلیونه افغانیو په ارزښت د یو کال په موده کې د ټولګټو چارو وزارت په چوکاټ کې جوړ شوی ده، زه پدې باور لرم چې د دغه پرنفوسه او ستراتېژیکې ولسوالۍ ډېر اجتماعي ستونزې حل بلکې د اقتصادي اړخ نه د خلکو د موټرو په تګ او راتګ، د موټرو په عدم استهلاک خپلو امورو ته پر وخت رسیده ګی کې لازم کمک وکړي.))

د تریزیو او علیشېرو ولسوال محمدیونس ځدراڼ وايي، چې اوسمهال په یاده سیمه کې د پروژو پلي کېدو ته د خلکو لیوالتیا ډېره ده.

محمدیونس ځدراڼ وايي:

((د دغه پل په افتتاح سره هغه ستونزې چې د دې بل په نشتون کې خلکو لرلې انشاالله دا به حل شي، دا ډېره پرنفوسه او ستراتيژیکه ولسوالي ده، نو هیله مې داده لکه څرنګه چې دې ولسوالۍ ته توجه شته، نوره توجه هم وشي، اوس خلک هره پروژه په ورین تندي مني او هیڅ ډول ستونزه دلته نشته، امید دی، چې دې ولسوالۍ ته نورې پروژې هم ورکړي.))

قومي مشر مختارالدین جلالزوی هغه سیمې په ګوته کوي، چې خلک به يې د تریزیو-علشیرو له پل څخه ګټه پورته کوي.

مختارالدین جلالزوی وړاندې وايي:

((دې سره د بابرک تاڼې، شويې، د باک، ځاځي میدان خاصتاً د تریزیو قوم ټولې ستونزې او مشکلات حل شول، مخکې به چې خوړونه راغلل دا سیاسرې به په کې دې اخوا او بل لوري ته تللې، دې خوا او هغه خوا به موټر ولاړ ول، یوه بله ستونزه هم ده چې د زیړی غونډۍ کې هم پل شته چې جوړولو ته يې اړتیا زیاته ده.))

د تریزیو او علیشیرو د هغو ولسوالیو څخه ده، چې په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې په کې د بیارغونې ډېر لږ کارونه شوي دي.

د یادې سیمې یو بل تن قومي مشر خالق نور له حکومت نه غوښتنه کوي، چې تر دې وروسته باید د دوی سیمې ته توجه ډېره شي.

قومي مشر خالق نور وايي:

((دا اقتصادي ګټې هم لري، ځکه ټولې منطقې مرکز سره وصل کیږي، پخوا به خوړ راته، خلک به بند وو، مریضان به وو خو لاره به نه وه، اوس به مریض سیده مرکز ته رسیږي او شفاخانې ته رسیږي، تداوي کیږي او بیرته راستنیږي، مخکې موږ په سره خط کې وو، دا ډول کار پخوا موږ ته نه وو شوی، کاشکې دا کار دوامداره وشي او اخرین کار نه وي.))

د یادونې وړ ده د تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ د مساحت له پلوه تر نورو پراخه ولسوالي ده، چې د کورمې او شمالي وزیرستان سره ۴۴ کیلومتره ګډه پوله لري، د نظر خاوندانو په اند، سره لده چې د یادې ولسوالۍ سیمه والو په ټولو ملي او سیاسي پروسو کې په پراخه کچه ونډه اخیستې، خو د امنیت د نشتون په پلمه په تېرو پنځلسو کلونو کې ورته د پام وړ بیارغنیز کارونه ندي شوي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG