د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور کې یوه ځانمرګي برید ۱۶ تنه وژلي دي


د ژغورنې ډلې چې روغتونونو ته د ټپیانو په رسولو او نورو مرستو بوخت ول، مطبوعاتو ته ويلي چې نېږدې ۴۰ کسان ژوبل دي.

چارواکو ويلي چې په ټپیانو کې د ځينو حالت ښه نه دی او کېدای شي د وژل شویو کسانو شمېر زيات شي. د پاکستان سرکاري راډيو خبر ورکړی چې د لاهور ټرافيکو پوليسو مرستيال مشر احمد مبين او يو بل افسر ایس ایس پي زاهد ګوندل هم په وژل شویو کې شامل دي.

تر دې مخکې پوليس چارواکو خبريالانو ته وويل چې برید هغه مهال رامنځته شو چې په لاهور کې د پنجاب صوبايي اسمبلۍ له ودانۍ سره نېزدي يوه مظاهره روانه وه. د علي رضا په نامه يوه ځايي پوليس ويلي برید پر موټرسايکل سپاره کس کړې ده.

​مظاهره چيانو د هغه حکومتي قانون پرضد لاريون کاوه چې د درملو پلورلو په اړه يې جوړ کړی دی. د پاکستانيو طالبانو جماعت الاحرار ډلې د دې حملې ذمه واري منلې ده. دوی مطبوعاتو ته په لېږلې يو پيغام کې ويلي چې دا يو ځانمرګی بريد وو.

تر چاودنې لږ وروسته پر ټيليويژنونو ښکاريدل چې له دغه ځايه لوګي خېژي. خلک د ژړا په حالت کې له سيمې د زخميانو په اېستلو بوخت ول. د لاهور په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین او وزيراعظم نوازشريف بريد غندلی دی. د راډيو پاکستان د راپور له مخې وزيراعظم ژمنه کړې چې بريدکوونکي به پيدا کوي او سزا به ورکوي.

د فبرورۍ په ۷مه نېټه د پاکستان ترهګرۍ ضد ملې ادارې (NACTA) ځينو چارواکو ته داسې يو خط ليږلی وو چې په هغه کې په لاهور کې د ممکنه بريد وېره ښودل شوې وه.

د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې خط
د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې خط

XS
SM
MD
LG