د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: 'برېښنا راکړی ګنې کارخانې تړو'


د کندهار سوداګرو او صنعت‌کارانو د برېښنا د پرچاوۍ او کمښت له امله سر له سبا (سېشنبه) د خپلو فابریکو تړلو ګواښ وکړ.

د کندهار سوداګرو او صنعت‎کارانو د دوشنبې په ورځ کندهار پرېس کلب کې په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل چې سر له سې شنبې به په دغه ولایت کې د برېښنا د پرچاوۍ او کمښت په وجه ۲۰۰ فابریکې وتړي چې له امله به‌یې څلور زره کسان بې‎کاره شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر‎الله ذهیر وویل، حکومت د سولر او وارداتي برېښنا د اماده کولو ژمنې کوي خو دوی د تېرو درېیو کلونو راهیسې د غیر منظمې برېښنا له امله زیانونه ګالي.

د اوسپنې ویلي کولو فابریکه
د اوسپنې ویلي کولو فابریکه

نوموړی وايي:

"دوی موږ ته وایي چې ۱۰ مېګا واټه برېښنا مو ۳۰ مېګا واټه شوه تا چې په دوه کاله کې ۱۰ برابره نه‎کړه نو ۳۰ به څنګه برابره کړئ."

د کندهار د صنعت‌کارانو اتحاديې مشر حاجي باري ‎داد وايي، د کندهار په صنعتي پارک کې له ۵۰۰ فابریکو څخه یوازې ۲۰۰ فابریکې پاتې دي.

د نوموړي په وینا د برېښنا د نشت له امله سوداګرو د دغو فابریکو ماشینونه په پاکستان کي په کباړ خرڅ کړل.

ښاغلي باري داد زیاته کړه:

"پر ۲۰۰ فابریکو دوه مېګا واټه کله وي او کله نه‎وي چي هغه یوازې د ګروپانو لپاره کفایت نه‎کوي فابریکو ته خو بیخي کفایت نه‎کوي."

پر ۲۰۰ فابریکو دوه مېګا واټه کله وي او کله نه‎وي.
پر ۲۰۰ فابریکو دوه مېګا واټه کله وي او کله نه‎وي.

د کنفرانس په وروستیو کې برخه‎والو د یوه پرېکړه‎لیک په خپرولو سره ګواښ وکړ که حکومت د برېښنا ستونزه حل نه‎کړي نو په ټول هېواد کې به د صنعتي پارکونو دروازې وتړي.

د کندهار په صنعتي پارک کې دغه ۲۰۰ فابریکې د پلاسټيک جوړولو، اوسپنې ویلي کولو ،غوړيو، کاغذ، بنبې او يو شمېر نورو برخو کې توليدات وړاندې کوي.

د دغو فابریکو لپاره څو کاله مخکې د امریکا د متحده ایالاتو په مرسته د ۱۰ مېګا واټه ډېزلي برېښنا امکانات برابر شو چې په وروستیو کلونو کې افغان حکومت د دغې برېښنا د چمتو کولو مسؤلیت واخیست.

خو اوس د کندهار سوداګر او صنعت‌کاران په پرله‎پسې توګه حکومت تورنوي چې دوی ته د برېښنا په برابرولو کي پاتې راغلي.

د یادولو وړ ده چې دا یوازې ملي سوداګر او د فابریکو خاوندان نه‎دي چې د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي بلکې کندهار ښاریان هم د برېښنا د نشتوالي له امله د زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG