د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګاسمن: پاکستان دې افغان کډوال نه ځوروي


یاد سازمان له پاکستانه په اجباري توګه د افغان کډوالو اېستل غیر قانوني ګڼي او د ملګرو ملتونو او مرسته کوونکیو هېوادونو څخه غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو له دغه هېواده د افغان کډوالو له ایستلو او ځورولو لاس واخلي.

د دغه سازمان څېړونکې پټرېشیا ګاسمن د شنبې په ورځ په کابل د دغه سازمان له‌خوا د افغان مهاجرینو د وضعیت په اړه د يوه راپور د وړاندې کولو پر مهال له پاکستانه وغوښتل چې د مهاجرت ټولو قوانینو او کنوانسینونو ته دې احترام وکړي او د افغان مهاجرینو له ځورولو دې لاس واخلي.

ګاسمن: له پاکستانه مو دا غوښتنه ده چې له دغه کړنې لاس واخلي.
ګاسمن: له پاکستانه مو دا غوښتنه ده چې له دغه کړنې لاس واخلي.

نوموړې زیاته کړه:

"له پاکستانه مو دا غوښتنه ده چې له دغې کړنې لاس واخلي او د مهاجرت قوانیو او د مهاجرینو حقونو ته دې احترام وکړي، همدارنګه نور هېوادونه هم چې مهاجرین په‌کې مېشت دي."

اغلې ګاسمن پر افغان حکومت هم نېوکه وکړه چې د راستانه شویو مهاجرینو سره‌یې پر کړیو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

د څار سازمان د دغه راپور له مخې لا هم په افغانستان کې وضعیت دې ته نه‌دی برابر چې افغان مهاجرین دې افغانستان ته راستانه شي او دلته دې خوندي ژوند ولري.

دغه راپور ښيي چې له پاکستانه راستانه شویو مهاجرینو په پاکستان کې نسبت ښه امنیتي وضعیت او اقتصادي حالت درلود چې له راستنېدو وروسته په افغانستان کې جګړې، لوږې او يو شمېر نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ګاسمن: راستانه شوي کډوال په خراب اقتصادي حالت کې ژوند کوي.
ګاسمن: راستانه شوي کډوال په خراب اقتصادي حالت کې ژوند کوي.

په دغه راپور کې د يو شمېر افغان مهاجرینو له قوله ویل شوي چې د پاکستان پولیسو له‌خوا ځورونو، نیونو، بندي کولو او شپې له‌خوا چاپو دوی اړ کړي چې له پاکستانه ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې شااوخوا يو میلیون افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي چې د يو شمېر راپورونو له مخې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او حکومت ورته پاملرنه نه‌کوي.

IMF: افغانستان ته به د زیاتو کډوالو ستنېدل وضعیت پېچلی کړي

له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو اجباري ایستلو په اړه اندېښنې

په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت هم په تدریجي توګه د افغان مهاجرینو پر راستنېدو ټينګار کوي او په بهرنیو هېوادونو کې د افغان مهاجرنیو د ستونزو د هواري خبره کوي.

د دغه وزارت رسنیز سلاکار حفيظ احمد میاخېل د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې که په لویه کچه افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شي نو دوی نه‌شي کولای چې رسیدګي ورته وکړي او ستونزې به ډېرې شي.

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرې ډېر شمېر افغانان هېواد ته ستنېږي نو ستونزې ډېروي او افغان حکومت نه‌شي کولای لازم خدمات ورته ورسوي، خو که د دوی راستنېدل په تدریجي او په خپله خوښه وي نو بیا موږ کولای شوی چې دوی ته لازم خدمات وړاندې کړو."

ښاغلی میاخېل وايي، ټاکل شوې چې د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزیر په اسلام‌اباد کې په دوه اړخیزو او درې اړخیزو غونډو کې ګډون وکړي او په پاکستان کې د افغان مهاجرینو پر ستونزو د دغه هېواد له چارواکو سره هر اړخیزې خبرې وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG