د لاسرسي ځای

تازه خبر

" قبايلي سيمې دې په خيبر پښتونخوا ورګډې کړل شي"


د پاکستان قامی وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شيرپاو وايي قبايلي سيمې دې په خيبر پښتونخوا ورګډې کړل شي.

د خالي پر ورځ په چارسده کې يوې جلسې ته په خپله وينا کې افتاب شيرپاو وويل دوي غواړي چې خېبر پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا او قبايلي سيمې دې يو ځای شي چې دارنګ په پارلمان کې يې واک نور هم پياوړی شي.

نوموړي د جلسې له ګډونولو پوښتنه وکړه چې څوک د پښتونو د يو ځای کېدو مخالفت کوي نو هغه څنګه د پښتنو خېرخوا کېدای شي.

ياده دې وي چې د جميعت علما اسلام ګوند دريځ دی چې قبايلي سيمو ته دې د ځانله صوبې حېثيت ورکړل شي خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند بيا وايي د قبايلي سيمو راتلونکي اييني حيثيت پريکړه دې د قبايلي ولس په خوښه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG