د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست د امنیه قوماندانی اداري مرستیال ووژل شو


د خوست د امنیه قوماندانی اداري مرستیال سمونوال محمدیعقوب بریمن په کندهار کې وژل شوی دی
د خوست د امنیه قوماندانی اداري مرستیال سمونوال محمدیعقوب بریمن په کندهار کې وژل شوی دی

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته د خوست د امنیه قوماندانی اداري مرستیال سمونوال محمدیعقوب بریمن په کندهار کې وژل شوی دی.

د خوست د امنیه قوماندان د دفتر مسوولین مشال راډیو ته یواځې د یعقوب بریمن وژل کیدل تایدوي او وايي، چې د یادې پيښې د رامنځته کېدو په تړاو تر اوسه دوی ته پوره مالومات ندي رسیدلي.

بلخوا ځینې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وايي، چې محمدیعقوب یواځې لنډ وخت وروسته له هغه چې د هوايي ډګر څخه د کندهار د څلورمې حوزې د حضرت جي بابا سیمې ته ورسید، د نامالومو موټر سایکل سورو په ډزو ووژل شو. چارواکي وايي، ډېر ژر به د سمونوال محمدیعقوب مړی په الوتکه کې کابل ته ولېږدول شي.

د خوست ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر لخوا هم مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د محمدیعقوب بریمن پر وژل کیدو د خفګان څرګندونه شوې او دا یو ترهګریز برید بلل شوی دی. سمونوال محمدیعقوب بریمن په خوست ولایت کې د ټرافیکو د مدیر، د جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر، د امنیت د امر او وروسته د خوست د امنیه قوماندانۍ د اداري مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

XS
SM
MD
LG