د لاسرسي ځای

پښتانه سندرغاړي د خپلو سندرو د غلا مخنیوی غواړي


له هغه راهيسې چې په پاکستان او همداراز افغانستان کې خلکو انټرنيټ ته لاس رسۍ پيدا کړی، د سيمې هنرمندان شکايت کوي چې سندرې يې په وړيا توګه اورېدل او ليدل کيږي او دا چې په ترڅ کې يې د پښتو موسيقۍ مارکيټ تقريباً له منځه تللی.

خو ځينو تعليم يافته پښتنو سندرغاړو بيا د دې لپاره چې د دوی له هنري کارونو ناوړه استفاده و نه کړل شي، له انټرنيټي او ميوزک شرکتونو سره د خپلو سندرو او هنري ټوټو راجسټر کول پيل کړي دي.

که يو سندرغاړی وتوانيږي چې د ګوګل په نوم له انټرنيټي شرکت سره خپلې سندرې خوندي کړي، نو د سندرو يې د غلا کېدو مخه به يې نيول شوې وي

کرن خان د دغو سندرغاړو له ډلې څخه يو دی. دی وايي، که يو سندرغاړی وتوانيږي چې د ګوګل په نوم له انټرنيټي شرکت سره خپلې سندرې خوندي کړي، نو د سندرو يې د غلا کېدو مخه به يې نيول شوې وي او و به کولای شي چې هره مياشت يوه اندازه پيسې هم لاسو ته راوړي:

سندرغاړی کرن خان

سندرغاړی کرن خان

«په پښتنو کې داسې لوستي کسان شته چې د خپلو هنرمندانو پر سندرو د ګوګل نه پيسې ګټي، کوم چې يو غيرفانوني عمل دی. زموږ هنرمندان هم بيا له دغو لارو ګودرو نه دي خبر. که يو هنرمند فرضاً د يوې سندرې پر جوړولو پنځوس زره روپۍ لګوي، نو ګوګل کولای شي چې هغه ته د مياشتې له لسو نيولې تر پنځلسو زرو روپيو پورې ورکړي.ما د خپلو البمونو د کاپي رايټس اخيستلو چارې پيل کړي او چې کوم البم مې راروان دی، که چا هم هغه په غلا خپور کړ، نو پر ضد به يې قانوني کار روايي کيږي.»

نن سبا د کمپوزونو غلا کولو کارونه زيات شوي دي. يو کس به ډېره خواري وکړي، يو خونده ور کمپوزيشن به جوړ کړي، خبر به نه وي او يو چا به ترې غلا کړی وي.

د ملاکنډ د تاڼې کلي ځوان او تعليم يافته رباب غږوونکی، بلال خان بلال هم په دې هڅه کې دی چې د موسيقۍ خپله يوه ډله يا بينډ جوړ او له يوه ميوزک کمپنۍ سره يې راجسټر کړي.

دی د دغه کار ګټې داسې بيانوي:

«هڅه کوم چې پر رباب ښکلي کمپوزونه جوړ او د نړۍ خلکو ته ورسوم، چې هغوی خبر شي چې پښتانه هم ښه موسيقي لري. نن سبا د کمپوزونو غلا کولو کارونه زيات شوي دي. يو کس به ډېره خواري وکړي، يو خونده ور کمپوزيشن به جوړ کړي، خبر به نه وي او يو چا به ترې غلا کړی وي. راجسټريشن ځکه هم يو لازمي کار دی چې د يو هنرمند يو کمپوزيشن له يوې کمپنۍ سره خوندي وي او هغه يې قانوني حقونه ولري.»

د خېبرپښتونخوا په حکومت کې د کلتور له ادارې سره د يوه سلاکار په توګه کارکوونکی، د مردان يو مدافع وکيل، اکبر هوتي وايي چې په پاکستان کې د هنري کارونو د خونديتوب قانون موجود دی، خو په خبره يې چې له بده مرغه هنرمندان ترې خبر نه دي:

اکبر هوتي د سندرغاړي ګلزار عالم او خبریال احتشام الحق سره

اکبر هوتي د سندرغاړي ګلزار عالم او خبریال احتشام الحق سره

«په پاکستان کې د کاپي رايټس ارډيننس په ۱۹۶۲ م کال کې جوړ شوی، چې لا هم استفاده ترې اخيستل کېدای شي. خو له بده مرغه، پښتانه هنرمندان له دغه قانونه خبر نه دي. د خېبرپښتونخوا د کلچر محکمې په پام کې نيولې چې پر دغه موضوع له هنرمندانو سره ناستي ولري او هغوی پوه کړي چې څنګ کولای شي د خپلو حقونو دفاع وکړي.»

اکبر هوتي زياتوي چې که يو هنرمند خپل هنري کار له حکومت او يا هم له يوې مستندې کمپنۍ سره راجسټر کړی وي، نو ډېره اسانه ده چې له هغه کار څخه د ناوړه استفادې په صورت کې هغه عدالت ته ولاړ شي او خپل حق وغواړي:

«عدالتونه موجود دي، له هنرمندانو سره د مرستې لپاره وکيلان شته، نو يو هنرمند ته بس دومره کول دي چې د يوې دعوې په ترڅ کې له عدالته خپل حق وغواړي. دا هېڅ ګران کار نه دی. دا ښه خبره ده چې د پښتنو تعليم يافته سندرغاړي د هېواد د مروجه قوانينو په اړه مالومات تر لاسه کوي او غواړي ګټه ترې پورته کړي.»

د هنرمندانو او شنونکو پر اند، د پښتو موسيقۍ د ودې لپاره لازمه ده چې د پښتو سندرو د ثبت او خپراوي په برخو کې د هېواد مروجه قوانين او د انټرنيټي شبکو لارښوونې په پام کې ونيول شي او په ترڅ کې يې د هنرمندانو د حقونو د غصب مخنيوی وشي.

XS
SM
MD
LG