د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي له وزيرستانه نه ووځي


د شمالي وزيرستان د ميرعلي په يوه هنري مرکز کې د خالي پر ورځ دستورې ته په خپله وينا کې د پاکستاني پوځ میجر جنرل حسن اظهر حیات وويل چي په وزیرستان کي د امن او پرمختګ لپاره پوځ پوخ بندوبست کړی او دوی وتونکي نه دي.

په شمالي وزيرستان کې ديره د پوځ اووم ډويژن مشر ميجر جنرل حسن حيات زياته کړه چې وزيرستانيان دې دا سوچ هم نه کوي چې ګینې د بد امنۍ پخواني حالات به بيا راشي:

« نن دلته ډېر خلک دا سوچ کوي چې که پو ځ لاړ شي نو بيا به څه کيږي؟ او بد امني به خوره شي خو زه تاسو ته دا وايم چې موږ د واپس تلو واله نه يو او موږ خپل پوخ بندوبست کړی.»

نوموړي وړاندې وویل، کوم نظام چې خلک یې ویني د چاوڼيو شکل یې خپل کړی، لکه ميرعلي، رزمک، ميرانشاه او دته خیلو سيمې په چاوڼيو بدلې شوې دي. د نوموړي په وینا څوک دې دا سوچ هم نه کوي چې ګنې پخواني حالات به بيا راشي. دی وايي خلک دې د راتلونکې وخت په اړه سوچ وکړي او تېر وختونه دې هېر کړي.

د پاکستان پو ځ په ۲۰۱۴ م کال د مشکوکه وسله والو پرضد عمليات پېل کړل چې له کبله يې شا و خوا لس لکه وزيرستانيان د پاکستان بندوبستي سيمو او ځينې بيا افغانستان ته کډه شول چې ځينې په کې لا هم د کډوالۍ ژوند تېره وي. پوځ ادعا کوي چې ډيرې سيمې يې له وسله والو پاکې کړي دي.

XS
SM
MD
LG