د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر پاکستان سفري بندیزونه تر غور لاندې نه دي"


د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيو چارو سلا کار سرتاج عزیز د خالي په ورځ وويل چې د امریکا له نوي حکومت سره ښې او اوږد مهاله اړيکې غواړي او پر پاکستان د سفري بندیزونو وړنديز تر غور لاندی نه دی.

سرتاج عزيز د خالي پر ورځ په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې وزیراعظم نوازشريف له امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په لومړيو ټيليفوني خبرو کې د افغانستان پر حالاتو، ترهګرۍ ضد جګړې او تجارت ته د وده ورکولو پر موضوعاتو ګټه ورې خبرې کړې وې.

د پاکستاني وزيراعظم بهرنيو چارو سلاکار کار سرتاج عزيز د فرورۍ په ۱۱ مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د امريکا پوځي قومندان جنرال جان نيکولسن او د کانګرس پوځي خدماتو کميټې د غړو څرګندونو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

امريکايي جنرال نيکولسن د زيارت په ورځ وېلي وو چې امريکا دې له پاکستان سره په اړيکو مکمله نظرثاني وکړي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کارپوه طلعت مسعود وايي په پاکستان له ډيرې مودې راهيسې فشار دی چې د وسله والو پټن ځايونه له منځه يوسي، خو په دې لړ کې پاکستان ته لا هم نور کار کول پکار دي چې دارنګ امريکا ته پر اسلام اباد د نيوکو کولو موقع ورنه کړي.

د کانګرس پوځي خدماتو د کميټې غړو او جنرال نيکولسن د څرګندونو په اړه طلعت مسعود وويل چې تر څه حده امريکا ته احساس شوی چې پاکستان ډير څه کړي خو محدوديتونه هم موجود دي:

« له دي حقيقت سره سره چې حقاني شبکه او کويټې شورا طالبان د پاکستان خاوره د پټنځای په توګه کاروي خو د دي باوجود دا خبره هڅوونکې ده چې دوه اړخيزه اړيکي بحال وساتل شي. امريکا غواړي چې له پاکستانه په مثبت ډول کار واخلي. پاکستان ته پکار ده چې د امريکا نوي حکومت ته د پخوا په څېر جواز ورنکړي.»

کارپوه طلعت مسعود زياته کړه چې په امريکا کې کله هم نوی حکومت جوړ شي نوغواړي چې له پاکستان سره د پخوانيو پالېسو جاج واخلي.

که څه هم دواړه هيوادونه په ځينو خبرو کې اختلاف لري خو په مجموعي ډول د يو بل همکارۍ ته سترګې په لار دي. بلخوا پخوانی سفارتکار رستم شاه مومند وايي چې په پاکستان ټوله ذمه واري اچول ناسمه ده.د ده په خبره د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې جګړه روانه ده نو دا ممکنه نه ده چې دغه ټوله له پاکستانه کيږي. رستم شاه مومند زياته کړه چې بې ثابته افغانستان د پاکستان په ګټه نه دی او د نورو هيوادونو پرتله پاکستان ته زيات زيان رسوی.

امريکايې جنرال نيکولسن په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د نورو امريکايي سرتيرو د اړتياو خبره هم کړي وه.د امريکا لوړ پوړي پوځي قومندان او پوځي خدماتو څرګندونې په داسي حال کې کړي چې ټاکل شوې روس د روانې فرورۍ مياشتې په نيمايې کې د افغانستان په اړه د شپږو هېوادونو د کنفرانس کوربتوب.

XS
SM
MD
LG