د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ ازاۍ راډیو ته په دې اړه وویل، اوس مهال د طالبانو په منځ کې سمه اداره نشته او د مشرانو ترمنځ یې اختلافات د ډېرېدو په حال کې دي.
نوموړي زیاته کړه: ((د هغوی ترمنځ شدید اختلافونه پيدا شوي. په څو ډلو ویشل شوي دي او منسجم نه دي. د دوی دا اختلافونه د دې ښکارندوی کوي چې ضعیف دي. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده یو ضعیف شخص دی او د دې ډلې ډلې د رهبرۍ توان نه لري.))
د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوي والي ملا عبدالمنان په یوه تازه اعلامیه کې د طالبانو په لیکو کې د بدلونونو د راوستلو په اړه د ملاهبت الله اخندزاده ځينو پرېکړو سره خپل مخالفت ښودلی. ملا عبدالمنان ویلي، د دغو بدلونونو تر شا د یو شمېر اشخاصو او کړیو لاس دی او پرې به نږدي چې دغه پرېکړه عملي شي.
هغه ګواښ کړی چې د اړتیا په صورت کې به دوی خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي. تر اوسه د طالبانو ویاندویانو د ملا عبدالمنان د دغو تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د افغانستان لپاره ددغه ډلې لخوا شپاړس نومول شوي والیان له دندو لېري کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې یوې حکومتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي و چې د «آيي. اس. ای» په مرسته یو پنځوس کسیز لېست چمتو شوی چې پکې د ۱۶۶ والیانو په ګډون د طالبانو د یو شمېر قوماندانانو نومونه شامل دي او پرېکړه دا ده چې دغه کسان ترور شي.