د لاسرسي ځای

تازه خبر

اقتصادي راهدارۍ پروژه: د پښتنو پر برخه بيا جنجال


پر دې مسله ډېرې مظاهرې هم شوې
پر دې مسله ډېرې مظاهرې هم شوې

د خېبرپښتونخوا وزیراعلی پرویزخټک وايي چې د چین او پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې د پښتنو له سيمو تېريدونکي لارې په ترڅ کې ورته اوه غټې پروژې ورکړل شوې خو د سېنېټ قایمه کمېټۍ ويلي چې د مغربې لارې د پوره کولو لپاره زمکه نه ده اخيستل شوې.

اسلام آباد کې د جمعې په ورځ د سېنېټر محمد داود اڅکزي په مشرۍ کې د مواصلاتو لپاره د سېنېټ قایمه کمېټۍ غونډه وشوه چې د بلوچستان چیف سیکریټري او د مواصلاتو د وزارت چارواکي پکې موجود وو.

غونډه کې د بلوچستان چیف سیکریټري انکشاف وکړ چې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د مغربي لار لپاره هیڅ زمکه نه ده اخيستل شوي او د وزیر اعظم نوازشریف لخوا جوړ کړل شوې کمېټئ تر دې دمه یوه غونډه هم نه ده کړې.

سينيټر محمد داود اڅکزي د مواصلاتو د وزارت چارواکو ته وویل چې په چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې مغربي روټ يا د پښتنو او بلوچو له سيمو تېريدونکې لار يوازې په کاغذونو کې کې موجود ده او په عمل کې هيڅ نشته. نوموړي وویل حکومت دې دې لړ کې وضاحت وکړي.

ژمنې ډېرې کيږي خو په عمل کې هيڅ نشته

سېنېټر محمد داود اڅکزي زياته کړه: (( پر دې لاره هيڅ کار نه دی شروع شوی. يواز لوظونه دي چې دا به وکړو، هغه به وکړو نو که کار وکړي بیا به خپله ښکاره شي تر اوسه خو هېڅ په نظر نه راځي.))

مشال را‌ډیو چې په دې اړه د وزیر اعظم نوازشریف خصوصي سلاکار امیر مقام نه وپوښتل نو هغه وویل چې وفاقي حکومت په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې په مغربي لار کار پیل کړی او دا منصوبه له ټول پاکستان لپاره ده. ((په ټوله پښتونخوا کې کار روان دی او دا خو د پاکستان خوش بختي ده چې چین پکې دا منصوبه پيلوي. د دې به ټول پاکستان ته ګټه رسي.))

د ذکر ده دې روستیو کې د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال په مشرۍ د پاکستان یوه ډله چین ته تللې وه چې پکې د خېبرپښتونخوا وزیر اعلي پرویز خټک هم شامل وو او د هغه په وینا په دې منصوبه کې يې د خېبرپښتونخوا برخه اخيستې ده.

XS
SM
MD
LG