د لاسرسي ځای

د عراق روغتيايي او امنيتي سرچينې وايي، په بغداد او موصل کې د يو لړ ځان وژونکو بريدونو له کبله لږ تر لږه ١٠ تنه وژل شوي او ٣٣ نور ټپيان شوي دي.

د جمعې په ورځبريدونو پړه داعش ډلې واخيسته.

چارواکي وايي، يوه بريدکوونکي د موصُل د ختيځ په يوه رستورانت کې ځانمرګي برید لږ تر لږه څلور کسان ووژل او ۱۵ نور یې ټپيان کړل.

دا حمله په داسې سيمه کې شوې چې په وروستيو کې د داعش له جنيګاليو پاکه شوې.داعش اوس د موصل پر لوېديځو برخو کنټرول لري.

د موصل په ختيځ کې بله حمله، موټربم چاودنه وه چې يو سرتېرى يې وواژه او څلور نور يې ټپيان کړل.

د بغداد د جنوب په ايلام ولسوالۍ کې هم يوه موټربم چاودنه وشوه، پینځه کسان يې ووژل او ١۴ تنه نور يې ټپيان کړل.

XS
SM
MD
LG