د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هلمند کې وژل شوي ملکي وګړي نه بلکې وسله وال دي"


حيات الله حيات
حيات الله حيات

افغان چارواکي وايي په هلمند ولایت کې د امریکا جنګي الوتکو د وسله والو طالبانو هدفونه په نښه کړي دي. د هلمند والي حیات الله حیات نن لښکرګاه کې د پوځي چارواکو سره يوځای په يوه خبري غونډه کې وويل چې د دوی لومړۍ څيړنې ښئ چې د جمعې په شپه شوي بمبارۍ کې وژل شوي کسان، ملکیان نه بلکې وسله وال دي.

تر دې وړاندې د ولایتي شورا مرستیال مجید اخونزاده نن ازادۍ ته ویلي وو چې وژل شوي ۲۵ کسان ولسي وګړي دي خو د هلمند والي دغه خبره رد کړه.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو يو ویاند هم نړیوالو رسنیو ته ویلي چې الوتکو یې په سنګین ولسوالۍ کې بمباري کړې خو د وژل شویو په اړه یې څه نه دي ویلي. د جرمني خبري اژانس په حواله په افغانستان کې جنرال چارلز کلېفلنډ ويلي، په دې اړه څېړنې کوي.

د هلمند يو لوړپوړي چارواکى وايي، د دولت وسله وال مخالفين په سنګين ولسوالۍ کې د ملکيانو له ځينو کورونو د سنګر په توګه کار اخلي او له هغه ځايه پر امنيتي ځواکونو د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

طالبان له ملکي کورونو د خپلو حملو لپاره ګټه اخلي چې له وجې يې ولسي خلک زيانمنيږي

د هلمند د اوپراتيفي ډلې مشر عبدالجبار قهرمان تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل چې د وسله والو مخالفینو له خوا د پوځي مقصد لپاره د ولسي خلکو له کورونو ګټه اخيستل د ملکيانو د مرګ ژوبلې سبب کېږي.

بلخوا په هلمند کې د ٢١۵ ميوند قول اردو يوه وياند په سنګين کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه يو طرفه وبلل. محمد رسول ځاځي د جرمني خبري اژانس ته ويلي، وسله والو طالبانو د سيمې خلک مجبوره کړي چې وژل شوي او ټپي شوي کسان ملکيان وبولي.

تېره اونۍ ملګرو ملتونو په خپل رپورټ کې وويل چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې ۳۴۹۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۹۲۰ زخميان شوي وو. دې ادارې جګړه کې په ښکېلو غاړو غږ کړی چې د ملکي وګړو د خونديټوب لپاره دې ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG