د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ۳۷ هېوادونو د سمندري پوځ جنګي مشقونه پیل شوي


د پاکستان د سمندري پوځ په مشرۍ د ۳۷ ملکونو پينځه ورځني جنګي مشقونه نن د جمعې په ورځ په کراچۍ کې پېل شوي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د دغه مشقونو لپاره د نهه هېوادونو سمندري پوځ له خپلو جنګي جازونو سره د کراچۍ ډاک يارډ ته رارسېدلي او د روس سمندري پوځ په دې مشقونو کې په لومړی ځل ګډون کوي.

د مشقونونو په دې پينځه ورځو کې به يو نړيوال سمندري کنفرانس هم کېږي.

د خپل نوعيت شپږم دا رنګ جنګي مشقونو ته د "امن ۲۰۱۷" نوم ورکړل شوی دی چې پکې د پاکستان ترڅنګ چين، انډونيشيا، ترکي، سري لنکل، برتانيه، امريکا، جاپان او روس د خپلو جنګي جازونو سره ګډون کوي.

د پرانستې غونډه په کراچۍ ډاک يارډ کې وشوه چې پکې د پاکستان د سمندري پوځ مشر اېډمرل ذکاالله هم موجود وو.

د غونډې مشر مېلمه وايس اېډمرل عارف الله حسېني په خپله وينا کې وويل چې د دې مشقونو مقصد خونديتوب، امنيت او امن دی چې ورسره به د هېوادونو ترمنځه يووالي او تفاهم ته هم وده ملاو شي.

((موږ دا ګڼو چې که نړۍ يوځای ودرېږي نو د دې ګټه به موږ ټولو ته وي، دلته زياتره جنګونه د خپل منځي غلط فهمۍ او د اړيکو د کمي له کبله شوي دي، هم دا وجه ده چې کله موږ تاريخ ګورو نو له بده مرغه زياتره قيصې پکې د جنګونو دي او دغه جنګونه کله هم نه شي توجيهه کېدلی، د جنګونو وروستو موږ د دغه هېوادونو ترمنځه له يو بل سره مرستې هم ګورو خو که دا د وړاندې نه شوې وې، که د يو بل د پوهولو هڅې يې کړې وې نو ډېره به ښه وه او نن دلته د راغونډېدو مقصد هم دا دی د کوم لپاره چې زه تاسو ټولو ته مبارکي درکووم ځکه چې دا يو دروند او پاک لامل دی))

د دې مشقونو په اړه د وزيراعظم نوازشريف له خوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې پاکستان د مشرق او مغرب سمندري پوځونه يو ځای ته راغونډ کړل کوم چې يو خوشبينه ګام دی او داسې پاکستان د يو پل کردار ولوبوو‍.

په دغه بيان کې ويل شوي چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ له پېل کېدو سره به د پاکستان جغرافيايي حېثيت د منطقې د تقدير بدلولو جوګه جوړ شي ځکه چې د ننني دور د خطرو مخنيوي لپاره د نړيوال سمندري پوځونو ترمنځه تعلق ډېر مهم دی.

د پاکستان د سمندري پوځ له خوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې د دې مشقونو دپاره ۷۱ملکونو ته بلنه ورکړل شوې وه.

د ذکر ده چې پاکستان د ۲۰۰۷م کال هر دوه کاله وروسته د امن مشقونو تابيا کوي چې مقصد يې له اتحادي هېوادونو سره په شريکه د ترهګرۍ او نورو سمندري خطرو د مخنيوي هڅې او ورسره د يو بل د تجربو ګټه پورته کول دي.

د پاکستان د سمندري پوځ د ويبپاڼې ترمخه وړومبي جنګي مشقونه په ۲۰۰۷م، دوېم په۲۰۰۹م، درېم په ۲۰۱۱م، څلورم په ۲۰۱۳م، پينځم په ۲۰۱۵م کالونه کې تابيا شوي وو.

XS
SM
MD
LG