د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: قومي مخورو د ښځې ولور درې لکه افغانۍ وټاکه


د خوست قومي مخورو او دیني عالمانو تر اوږدو بحثونو، جرګو او ناستو وروسته بالاخره د ټولو په خوښه د ښځې ولور درې لکه افغانۍ وټاکه.

د جمعې ورځې په قومي پریکړه کې چې د یاد ولایت د نږدې ټولو قومونو او ولسوالیو لسګونو مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی وو، دوی تیاری څرګند کړ، چې دا پرېکړه به عملي کوي او که کوم کس لدې پریکړې سرغړونه کوله او یا يې په کې له ټګۍ او چاله کار اخیسته، نو په ګډه به يې د پریکړې د منلو په خاطر امنیتي او عدلي ادارو ته معرفي کوي.

د افغان ولسمشر سلاکار ابراهیم مشفق چې پدې اړهله یوې مودې راهیسې د قومونو او مشرانو سره په تماس کې وو،مشال راډیو ته وویل چې دا پرېکړه په بشپړ ډول ولسي ده او په پلي کېدو کې د ستونزو پر مهال ورسره ځايي اداره هم د مرستې تیاری لري.

ابراهیم مشفق زیاتوي:

((د خلکو ټولې پریکړې مو سره وویلې او د هغې نه مو بیا متوسط حالت روایسته، بیا دې متوسط حالت ټول قومونه چې پدې ځای کې موجود ول رايې ورکړې، بالاخره درې لکه افغانۍ د یوې جینۍ ولور تعین شو، همداشان نور مسایل يې هم تعین شوي دي، نو دا د قومونو پریکړه ده، دولتي پریکړه نده، مګر دولت همکار ده، کچیرې ضرورت پېښیده ټوله اداره دوی سره په څنګ کې ولاړه ده.))

د خوست یو تن قومي مشرحاجي ګل نواز د یادې پریکړې ځنې ټکي داسې وښودل:

((د یوې ښځې متوسط ولور دې درې لکه افغانۍ وي، لس بوجۍ وریجې، پنځه ټیمه غوړي او پنځه تولې دې سره زر وي، پدې نه موږ متفق شو، دا معیار چې موږ وټاکه پدې دې مطلق اقدام وشي، کچیرې ټګي جوړه شوه او د پردې تر شا بل شی وو، نو موږ پریکړه پدې وکړه چې حکومت به دا خلک جلبوي او د قانون په رڼا کې به جزاء ورکوي.))

د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد محمدي د مشرانو د ولور پریکړه پر ځای بولي او وايي، چې د اسلام دینله نظره هغه نکاح ښه بلل کیږي، چې مهر يې کم وي، ځکه د ولور ډېریوالی په ټولنه کې د ګناهونو او جرمونو د ډېریدو لامل کیږي.

مولوي شاه محمد محمدي وايي:

((رسول الله ص ویلي دي چې بهترین نکاح هغه دی چې سړی يې وس ولري، بهترین نکاح هغه ده چې مهر يې کم وي، داسې مبارک حدیث راغلی دی، رښتیا داده چې په کوم وطن کې لوړ ولور وي، دارالاسلام کتاب لیکلي، چې هلته غلاوې وي، هلته چور، چپاول او تيښتې وي، دې نه علاوه کله چې ډېرې پیسې واخلي هغه بیا ترې مور او پلار واخلي او مور پلار ته دا پیسې حرامې وي او حرامې پیسې بیا په روغ ځای کې نه لګیږي.))

د ولور د اندازې د ټاکلو په جرګه کې د خوست د بیلابیلو ولسوالیو ولسوالانو هم برخه درلوده.

د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل وايي، که څه هم د دې پرېکړې بشپړ تطبیقول به ستونزمن وي، خو د ولسوالیو ادارې به په خپل ټول توان د دې پرېکړه د عملي کیدو په کار کې له قومونو او مشرانو سره همکاري وکړي.

د موسی خېلو ولسوال زیاته کړه:

((ناوړه دودونه چې څومره هم له منځه وړای شو، دا مو وظیفه ده او دا به کوو، همدارنګه دا ډول نورې نیکې پریکړې که د مشرانو له لوري وي که د قومونو لخوا هغه به عملي کوو، زه خوشبینه یم چې انشالله دې پریکړو ته به څه نا څه رسیده ګي وشي، سل په سلو کې خو مشکله ده چې تطبیق شي خو بیا هم د مشرانو او قومونو دود او دستور ته په کتو به انشاالله دا مشکل حلیږي.))

د یادونې وړ ده، که څه هم په افغانستان کې د ثور له تحول وړاندې په خوست کې د یو شمېر مشایخو او مشرانو لخوا د ولور اندازه مالومه وه، چې خلکو پرې عمل کاوه، خو د وروستیو څلورو لسیزو په ناخوالوکې چې قومي جوړښتونه زیانمن شوي، ډېری خلکقومي پرېکړو ته د پخوا په شان ژمن نه مالومیږي.

خوست کې چې د نورو سیمو په پرتله د ولور لوړه بیه رواج ده، کتونکي پدې اند دي، کچیرې د مشرانو د ولور دا پرېکړه دعمل جامه واغوندي، نو پر قومي تصمیمونو به د خلکو باور ډېر شي.

XS
SM
MD
LG