د امریکا د اپیلونو عدالت د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه امر بيا پر ځای کول رد کړي په کوم کې چې امريکا ته له اوو مسلمان اکثریت لرونکو هېوادونو د خلکو پر ورتګ لنډ مهاله بندیز لګول شوی وو.
د امريکا په سان فرانسیسکو کې د اپيل عدالت پر درو ججانو مشتملې جرګګۍ د پنجشنبې په ورځ په یوه خوله پرېکړه وکړه چې د ولسمشر ټرمپ د امر ځنډول به پر ځای پاتې وي او هغو سفر کوونکو ته به امريکا ته د داخلې اجازه وي چې مخکې بنديز پر لګېدلی و.
دا مسله اوس ښايي د امریکا سترې محکمې ته ولاړه شي هغه ځکه چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې پرېکړې ته په چټک غبرګون کې ویلي، په عدالت کې به سره ګورو، هغه ځکه چې د ده په وینا، د امریکايي ملت امن په خطر کې دی. نوموړي دا دا پرېکړه رد کړې او ويلي يې دي چې دا سياسي انګېزه لري.
د اپیلونو د عدالت ججانو ویلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت چارواکو داسې هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی چې د دې ولسمشریز امر اړتیا په ډاګه کړي. د ټرمپ انتظاميه ۱۴ ورځې وخت لري چې د ججانو د دې پرېکړې په ضد اپيل وکړي.
ججانو د حکومت دا خبره رد کړې ده چې ګواکې عدالت د ولسمشر د تګلارو د جاج اخېستلو واک نه لري.
دا له هغه وروسته ده چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۷مه نېټه په یو ځانګړې امر کې له ایران ، عراق، سوډان، صومالیا، لیبیا، یمن او شام څخه امریکا ته پر تلونکو سفر کوونکو لنډ مهاله بندیز ولګوی چې په وينا يې د دوی ورتګ د امريکا لپاره ګواښ زېږوي.