د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني پولیس دوه مشکوک کسان نیولي


د جرمني پولیس وايي،کمانډو ځواکونو یې دوه داسې مشکوم کسان نیولي دي چې د دوی په وینا، د یو اسلامي ترهګر برید پلان یې جوړاوي.

دوی وايي، شاوخوا ۴۵۰ عسکرو د پنجشبې په ورځ په ۱۲ بېلا بېلو عملیاتو کې یو شمېر وسلې او نور توکي هم نیولي دي.

د پولیسو په وینا، په نیول شوو کسانو کې یو ۲۱ کلن الجېریايي او بل ۲۳ کلن نایجېریايي دی چې دواړه اسلامي سختدریځي ښودل شوي دي.

پولیس وايي، دا دواړه کډوال او پناه غوښتونکي نه دي بلکې په جرمني کې زږېدلي دي. خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې هغوی د جرمني تابیت لري او که نه.

د چارواکو په وینا،په سم دستي توګه د دې کسانو او اسلامي دولت وسله والې ډلې ترمنځ هېڅ تړاو نه دی میندل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG