د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني او ټرمپ د ترهګرۍ ضد مبارزه باندې غږېدلي


افغان ولسمشر اشرف غني او د هغه امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ په لومړي ځل د ټیلیفون له لارې پر دوه اړخیزه او سیمه ییزو چارو خبرې کړې دي.

د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي چې یاد مشران په بېګانیو خبرو اترو کې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ د ګډ ګواښ په وړاندې پر مبارزه سره وږغېدل.

د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي، ډېر ژر به ولسمشر اشرف غني له خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ سره لیده کاته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG