د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ له خپل افغان سیال سره ټېلیفون کوي


د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (د جمعې شپه) له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کوي.

سپینې ماڼۍ ویلي تمه ده دواړه مشران نن شپه [ د افغانستان په وخت نهو بجو] سره خبرې وکړي.

سپينې ماڼۍ د دې ټیلیفوني خبرو اجنډا نه ده روښانه کړې.

ارګ ماڼۍ هم تر دې دمه د دې پلان شوې ټيلیفوني مکالمې په اړه څه نه دي ویلي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېر ډسمبر د امریکا متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفون خبرې کړې وې او د تروریزم په وړاندې په ګډې مبارزې یې ټینګار کړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG