د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې خونیخېل خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي


په کورمه کې د خونيخېل قبیلې مشرانو پر حکومتي چارواکو غږ کړی دی چې د بې کوره کړل شویو خلکو خپلو سیمو ته د ستنېدو پر خپله ژمنه دې عمل وکړي.

د دوی په خبره، په سیمه کې مخمانده، میرزا علي، سترپاټې، توپچانې، دامامې او تیمر داسې علاقې دي چې خلک یې له هم بې کوره دي او په سختو مشکلاتو کې وخت تېروي.

ځايي مشر محمد اسماعیل مشال راډیو ته وايي، حکومت دا اعلان کړی و چې ټول متاثرینو به خپلو علاقو ته ستنول شوي دي نو بیا ولې د دغو سیمو خلکو نه ستنول کېږي.

یو بل مشر حاجي محمد خان وايي، درې کاله وشول چې نه ورته راشن میلاوېږي او نه یې خپلو کورونو ته ستنوي.

د سیمې ملک بديع الزمان وايي که حکومت له ځايي متاثرینو سره دغه ظلم بند نه کړو نو پرضد به یې اختجاجونه شروع کړي.

د قدراتي افتونو سمبالولو ادارې یو مشر مجاهد علي مشال ریډيو ته وايي، د خونيخېلو هغو ځایونو ته چې د خلکو واپسي نه ده شوې، د دې یوه وجه دا ده چې هلته لا هم پوځي عملیات روان دي او بله دا چې څه موده وړاندې د سیمو خلکو خپل رجسټرېشن هم د هغو سیمو ختم کړي دي.

دی زیاتوي چې د سیمې خلک خپلو علاقو ته تر هغو نه شي تللی، چې لومړی هلته پوځي عملیات روان وي.

له خیبر ایجنسۍ سره پر پوله خونيخېل سیمه د منځنۍ کورمې په حدودو کې راځي چېرته چې د وسله والو طالبانو له ۲۰۱۳م کال راهیسې پوځې عملیات روان دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG